CRI Online

دونالد ټرمپ د کوريا ټاپووزمې د شمالي او جنوبي خواوو ترمنځ د وروستي فعال تګ راتګ ستاينه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 14:34:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د مارچ په ۶مه نېټه څرګنده کړه چې شمالي کوريا او جنوبي کوريا په دې ورځو کې د کوريا ټاپووزمې د حالاتو په اړه مثبتې څرګندونې کړې او د نړۍ د يو ښه زيري په توګه يې وبللې. خو هغه د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ د مستقيمو خبرو اترو په اړه لا تر اوسه محتاطانه رويه وساتله.

ښاغلي ټرمپ د سويډن له لومړي وزير ستيفن لوفون سره په يوه ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې شمالي کوريا د جنوبي کوريا د ځانګړو استازو پلاوي د راتګ په موده کې مثبتې څرګندونې کړې دي. هغه د پيونګ چانګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا لوبغاړيو د ګډون ستاينه وکړه او هيله يې وښودله چې دغه ډول ښه نيت ته دې دوام ورکړی شي. خو هغه په دې اړه هېڅ نه دي ويلي چې امريکا به له شمالي کوريا سره د مستقيمو خبرو اترو لپاره کوم مخکني شرطونه کېږدي که نه او هغه به د دغه هېواد له لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون سره مستقيمه کتنه وکړي که نه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای