CRI Online

د پاکستان د ملي راډيو د مشر مرستيال د چين د حکومت کاري رپوټ وستايه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 19:44:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د ملي راډيو د مشر مرستيال جاويد جدون په بېجينګ کې د چين د دوو مجلسونو په اړه د مرکې پرمهال سي ار ای ته وويل چې د چين پرمختګ نه يوازې د خپل ځان، بلکې د ګاونډيو هېوادونو او ګردې نړۍ د ودې لپاره هم ډېر ارزښت لري.

نوموړي وويل، چې د چين د صدراعظم لي که چيانګ لخوا وړاندې شوي حکومت رپوټ کې تر هرڅه لومړی په دې وروستيو کلونو کې د چين د بېلابېلو برخو لاسته راوړنې معرفي شوې. د ستاينې او پام وړ دا ده چې په تېرو پنځو کلونو کې په چين کې ۶۸ مليونه کسان له بېوزلۍ څخه وتلي دي. پاکستان هم د بېوزلۍ له ستونزې سره مخامخ دی، موږ دې د چين له حکومت څخه زده کړه وکړو چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه پړاويز پلان جوړ کړو او په تطبيق يې دې ټينګار وکړو. زما په اند د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د پاکستان د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره ډېر اغېزمن رول لري، په تېره بيا د اقتصادي دهليز د لويديځې برخې پر غاړه لېرې ګوښه زياتره پرتې سيمې بېوزلې دي، د اقتصادي دهليز ابادي به د دغو سيمو روزګار، ټولنې او اقتصاد ته پرمختيايي فرصتونه برابر کړي. نو دغه دهليز نه يوازې يوه همکاريزه پروژه ده ، بلکې د اړوندو سيمو د اقتصادي ودې لپاره هڅوونکې ستراتيژيکې پروژه هم ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای