CRI Online

د چين حکومت د پيسو راغونډولو په غرض د نړيوال همکاريز مرکز په جوړولو لاس پورې کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 15:31:54

چين د ماليې وزارت مرستيال شه ياو بين د روانې مياشتې په اوومه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره د پيسو راغونډولو د نړيوال همکاريز مرکز په جوړولو لاس پوری کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د چين د ملي ولسي کانګرس د نوبتي کلنۍ غونډې د مطبوعاتي مرکز له خوا په جوړه شوې خبري ناسته کې وکړې.هغه زياته کړه چې روان کال به د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز له مخې تر لاسه شوې لاسته راوړنې ټينګې شي او د پيسو راغونډولو د لارښوونکو اصولو او د همکاريز ياددښت تر چوکاټ لاندې د پيسو راغونډولو لپاره ثابت او دواملرنکي څو اړخيز سيستم جوړ شي.سربېره پردې د مالياتو د نړيوالې همغږۍ او همکارۍ ،د مالياتو تګلارې د جوړولو او د دغو تګلارو د پلي کولو په بهير کې د مالياتو غير عادلانه يعنې تبعيض د له منځه وړلو لپاره هڅه وشي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای