CRI Online

د چيني ملت د عنعنوي کلتور خپرول د يو کمربنداو يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د خلکو د هيلو پوره کولو لپاره ګټور دي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 15:33:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې غړي او د چين د بودايي ټولنې مرستيال استاذ اين شون زمونږ د راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين مذهبي ټولنه بايد د چيني ملت د دوديز کلتور د خپرولو لپاره هڅه وکړي او د يو کمربند او يوې لارې په ابادولو کې به فعاله برخه واخلي.

مذهب د چين عنعنوي کلتور يوه برخه ده.نوموړي زياته کړه چې د چين دوديز کلتور د چين پر بېلا بېلو مذهبونو اغيزه کړې ده.په راتلونکي کې د چين مذهبي ټولنه بايد په نوره ښه توګه د چيني کلتور د ساتلو او خپرولو لپاره هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای