CRI Online

د شمالي او جنوبي کوريا مشران به ملاقات وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 19:53:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شمالي کوريا او جنوبي کوريا مشران به د اپريل په پای کې ملاقات وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۷ مه نېټه هيله وښودله چې جنوبي او شمالي خواوې اړوندې موافقې پلي کړي او د روغې جوړې او همکارۍ بهير پرمخ بوزي.

ګنګ شوانګ د روانې مياشتې په ۷ مه نېته په خبرې ناسته کې وويل چې له اوږدې مودې راهيسې چين تل له دې څخه ملاتړ کوي چې بېلا بېلې خواوې د ډيالوګ له لارې د کوريا ټاپووزمې مسئلې حل کړي. د چين په اند دا د کوريا ټاپووزمې د ټولو خلکو او مختلفو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري او د دې سيمې د سولې او ثبات لپاره ګټه لري.

هغه زياته کړه چې بېلا بېلې خواوې بايد له اوسني فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره ګډ کوښښونه وکړي. چين هم غواړي په دې اړه کوښښ وکړي او پکې خپل رول ولوبوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای