د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۷مه نېټه وويل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان ښه دی يا نه او پروژۍ يې ګټورې دي يا نه، د ګډون کوونکو هېوادونو خلک د بيان حق لري.چين باور لري چې په ياد پلان کې ګډون کوونکي هېوادونه به د خپلو ګټو پر بنسټ داسې انتخابونه او پرېکړې وکړي کوم چې د دوی پرمختګ له غوښتنو سره سمون لري.
وياند ګنګ شوانګ د روانې مياشتې په ۷مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په بهير کې به د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار وشي.له ۵ کلونو راهيسې ياد پلان د څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ملاتړ تر لاسه کړی چې اوس تر ټولو لوی نړيوال همکاريز ډګر او تر ټولو مشهور نړيوال عامه لاره ګرځېدلې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |