CRI Online

شي جين پينګ د ګوانګ دونګ ولايت پلاوي په بحث کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 11:13:52

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۷مه نېټه د ګوانګ دونګ ولايت پلاوي په غونډه کې وويل ګوانګ دونګ ولايت بايد لا پراخ لري ليد ولري، لا نور لوړ هدف دې ولټوي او په هراړخيزه توګه دې د ورخلاصون د هڅونې په ترڅ کې دې لا قوي تدبيرونه ونيسي، په لا لوړې کچې دې د پرانيستی اقتصاد پرمخبوزي، د سوداګرۍ د نوي حالت او شکل روزنې دې چټکې کړي، په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې دې ګډون وکړي، د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو په شمول د لويې سيمې د ابادۍ مهم فرصت دې خپل کړي، له هانکانګ او مکاو سره دې اړوند کارونه تر سره کړي او د لومړې کچې د نړيوالې سيمې او په نړيواله کچه ښارونه دې جوړ کړي.

پس له څلورو کلونو وروسته شي جين پينګ د ګوانګ دونګ ولايت د پلاوي په بحث کې ګډون وکړ. روان کال د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلويښتم کال سره برابر دی، ګوانګ دونګ ولايت د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون مخکښ ځای او د ازمويښتې سيمه ده، نو په دغه بحث کې د شي جينګ پينګ څرګندونې د بيلا بيلو خواوو د پاملرنې وړ دی.

عمومي منشي شي جين پينګ د استازو د ويناوو له اوريدلو وروسته وويل چې قويوالی د نوښت له لارې ريښتنی کيږي او نوښت د استعداد لرونکو کسانو لخوا رامنځته کيږي. پرمختګ لومړيتوب لري، استعداد لرونکي کسان د پرمختګ لومړۍ سرچينه ده او نوښت لومړۍ قوه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای