CRI Online

د چين بهرنيو چارو وزارت: باور لرو چې د سريلانکا حکومت او خلک د ټولنې ثبات ساتلی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 11:27:42

د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۷مه نېټه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين باور لري چې د سريلانکا حکومت او خلک اوسنی وضعيت حل کولی او د ټولنې ثبات او د ملي يووالی ساتلی شي.

يوه خبريال پوښتنه وکړه، چې د خبر له مخې، د مارچ په ۶مه نېټه د سريلانکا ولسمشر سيريسېنا د يوې اعلاميې له مخې چې په ټول هېود کې ۷ ورځنی بيړنی حالت اعلان کړی تر څو حکومت په ځينو سيمو کې د سينهاليانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتريخوالی له منځه يوسي. چين په دې اړه څه نظر لري؟

ګنګ شوانګ وويل، دا د سريلانکا کورنۍ چارې دي، چين باور لري چې د سريلانکا حکومت او خلک اوسنی وضعيت حل کولی شي او د ټولنې ثبات او د ملي يووالی ساتلی شي. موږ هم هيله لرو چې سريلانکا د چيني اتباعو د امنيت ساتلو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای