CRI Online

فلسطين د لنډمهالي لايحې له لارې د خپل هېواد مسئله حل نه حل کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 11:41:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د فتح اجرايوي کميټې د مارچ په ۷مه نېټه وويل، فلسطين له دې سره مخالفت کوي چې د لنډمهالي لايحې له لارې د خپل هېواد مسئله حل کړي.

د فلسطين ولسمشر عباس په همدې ورځ د اردن په لوېديځه غاړه رام الله ښار کې د يادې کميټې غونډه پرانيستله. تر غونډې وروسته په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د فلسطين مسئلې په اړه د م م د امنيت شورا په غونډه کې عباس غوښتنه کړې چې د نړيوال قانون او د م م اړوندو پرېکړو له مخې د فلسطين مسئلې په باب نړيواله غونډه دې جوړه شي، يو خپلواک فلسطين دې ومني کوم جوړ کړي چې د ۱۹۶۷ کال د پولې پر بنسټ او بيت المقدس د پايتخت په حيث ټاکل شوی دی. دا د فلسطين ټينګ دريځ دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای