CRI Online

وانګ يي: چين به په نوې زمانه کې د انسانانو د پرمختګ په چارو کې لا زيات فعال کارونه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 11:45:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۸مه نېټه په بيجينګ کې وويل د ۲۰۱۸ کال د چين ديپلوماتيکه پاڼه خلاصه شوه. چين به په نوې زمانه کې د خپل پرمختګ لپاره لا ښه بهرنی چاپيريال جوړ کړي او د انسانانو د پرمختګ په چارو کې به لا زيات فعال کارونه تر سره کړي.

په همدې ورځ سهار د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په مطبوعاتي مرکز کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي يوه خبري ناسته تر سره کړه. وانګ يي وويل په تيرو پنځو کلونو کې چين يوه ځاتګړتيا لرونکې دپلوماتيکه لاره جوړه کړې او د هېواد د ملي حاکميت او د خلکو د ګټو ساتلو او د اصلاحاتو او ورخلاصون حالت ته د خدمت ورکولو په کارونو کې يې مهم رول لوبولی او تاريخي برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. ۲۰۱۸ کال د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملی کانګرس د روحيې د عملي کولو لومړی کال دی او د چين دپلوماتيکې چارې به په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د جوړولو په اړه د شي جين پينګ د افکارو تر لارښوونې لاندې نوی رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای