CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس استازو د سياسي قانون د تعديل نامې د مسودې په اړه بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 14:25:22

د چين د ديارلسمې ملي ولسي کانګرس استازو د مارچ په اوومه نېټه د اساسي قانون د تعديل نامې د مسودې په اړه بحث وکړ. د استازو په وينا د اساسي قانون د تعديل له لارې به د چين د کمونيست ګوند په نولسمه ملي کانګرس کې ټاکل شوې مهمې نظريې او پاليسۍ په اساسي قانون کې شاملې شي چې دا د چين د کمونيست ګوند او دولتي چارو د ودې د نويو لاسته راوړنو ، نويو تجربو او نويو غوښتنو ښکارندويي کوي او په نوۍ زمانه کې به د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګښت او پرمختګ لپاره قانوني تامين برابر کړي.

اساسي قانون د هېواد بنسټيز قانون دی او د هېواد د حکومتوالي او ثبات لپاره عمومي منشور دی. د اساسي قانون د تعديل نامې له مخې چې د سنجش لپاره د چين ملي ولسي کانګرس ته وړاندې شوې، ۱۱ برخې لري. د بېلګې به توګه ، د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار،د سمسور، ديموکراتيک، متمدن ، همغږ او ښايسته سوسياليستي عصري پياوړي هېواد په توګه د چين ابادي، د چيني ملت د عظيمې احيا، د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم د اصلي ځانګړنې په توګه د کمونيست ګوند د مشرۍ ټينګول ، د دولت رئيس د ماموريت مودې ميکانيزم بشپړول، د نظارت او څارنې کمېټې په اړه د مقرراتو زياتول، د ځايي قوانينو جوړول او داسې نور.

د ګان سو ولايت د جانګ يه ښار د يوګو قوم خودمختارې ولسوالۍ د مينګ هوا شانګ جينګ کلي د ښځو ټولنې رئيسه او د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس استازې يانګ های رونګ وايي، د اساسي قانون تعديل به د خلکو د نيکمرغۍ لپاره پياوړی قانوني تامين برابر کړي . نوموړې وويل:

((په تېرو وروستيو کلونو کې زموږ هېواد زياتې لاسته راوړنې لري. دغه نيکمرغه ژوند د نوۍ زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د رئيس شي افکار او د کمونيست ګوند پاليسيو زما ټاټوبي کې موږ ته نيکمرغه ژوند راکړی دی. د اساسي قانون د تعديل له لارې د کمونيست ګوند په نولسمه ملي کانګرس کې تاييد شوې نوې نظريې، نوې تيورۍ او د ګوند د مرکزي کمېټې ښه پلانونه ، ښه پاليسي په اساسي قانون کې شاملې شي، چې دا د نسبتاً شتمنې ټولنې د ابادۍ او د خلکو د زياتې نيکمرغۍ لپاره به پياوړی قانوني تامين برابر کړي.))

د ملي ولسي کانګرس استازي او هم د هانکانګ خودمختارې سيمې د تقنيني کمېټې غړي ما فنګ ګوه وويل:

((په اساسي قانون کې د کمونيست ګوند او خلکو د سترې لاسته راوړنو او تجربو تائيدېدل د دې قانون د تنظيم او تامين په برخه کې لاښه رول لوبولی شي. د اساسي قانون تعديل په تېره بيا په اساسي قانون کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکارو شاملېدل د هېواد د راتلونکو پرمختيايي موخو د پوره کېدو لپاره ډېر ارزښت لري، دغه راز د اساسي قانون او نورو قوانينو له مخې د هېواد د حکومتوالي د لاسته راوړنو ښکارندويي کوي او په هانکانګ کې د يو هېواد او دوو نظامونو پاليسۍ د هراړخيز تطبيق لپاره هم ډېر مهم دی.))

د ملي ولسي کانګرس او هم د سترې ولسي محکمې د مشر مرستيال جيانګ بي شين وويل:

(( دا يو لوی بدلون دی چې د اساسي قانون په تعديل نامه کې د نظارت او څارنې کمېټې په اړه مقررات زيات شوي دي. د دغې کمېټې هدف تر نظارت او پابندی لاندې د اداري حقوقو راوستل دي ترڅو اداري حقوق په رښتيني ډول د خلکو د ګټو لپاره وکارول شي.

د چين اوسنی اساسي قانون د ۱۹۸۲ کال په دسمبر کې خپور او تطبيق يې پيل شو، وروسته په جلاجلا توګه په ۱۹۸۸ کال، ۱۹۹۳ کال ، ۱۹۹۹ کال او ۲۰۰۴ کال کې څلور ځلې تعديل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای