CRI Online

وانګ يي: هيله ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان تر چينګ داو سرمشريزې غونډې وروسته د خپلو چارو نوی پيل ولري.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 16:12:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۸مه نېټه په چينګ داو ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکې سرمشريزې غونډې په اړه څرګنده کړه چې چين به له مختلفو خواوو سره د يادې سرمشريزې غونډې له لارې د يووالي د ټينګښت، د عملي توان د پياوړتيا او د خپلې اغېزې د پراخوالي په شمول ۳ لويو موخو ته د رسېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي څو چې د چينګداو سرمشريزه غونډه د شانګهای همکارۍ سازمان په پرمختيايي بهير کې د ميل نوې تېږه وګرځي او له دې لارې د دغه سيمه ييز سازمان نوې زمانه پرانيزي.

د شانګهای همکارۍ سازمان راتلونکې سرمشريزه غونډه چې ژر به په جون کې د چين په چينګداو ښار کې تر سره شي، د دغه سازمان د غړيو هېوادونو تر زياتوالي وروسته لومړۍ سرمشريزه غونډه وي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي ګانګرس د لومړۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د متقابل باور، ګډو ګټو، برابرۍ او سلامشورې په مرکز د شانګهای روحيه د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو په سر کې اصلي موخه ده. چين به له بېلا بېلو غړيو هېوادونو سره يو ځای د شانګهای روحيې په خپرولو سره د مختلفو غړيو ترمنځ متقابل باور او يووالی زيات کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخليک لا ټينګه ټولنه به اباده کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای