CRI Online

د م م سرمنشي: ښځو ته د حقونو ورکول تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوام لرونکي پرمختيايي اجنډا مرکزي دنده ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 16:14:12

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټرس د ښځو د نړيوالې روځې په رارسېدو سره ګواښ يې وکړ چې جنسي نابرابري او ښځو ته سپکاوی به ټولو انسانانو ته زيان ورسوي او پر دې يې ټينګار وکړ چې ښځو ته د حقونو ورکول تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوام لرونکي پرمختيايي اجنډا مرکزي دنده ده.

هغه دې ته اشاره وکړه چې جنسي نابرابري په بشري حقونو پورې يوه اړونده مسئله ده. د جنسي برابرۍ تر سره کېدا او ښځو او ماشومانو ته د حقونو ورکول د انسانانو لپاره لا تر اوسه نابشپړ شوې چارې دي او د بشري حقونو په برخه کې د انسانانو په وړاندې تر ټولو ستره ننګونه هم ده.

هغه زياته کړه چې اوس په نړۍ کې څه دپاسه ۱ مليارډ ښځې د کورني زورزياتي په وړاندې له قانوني ساتنې څخه بې برخه دي. په ځينو کاري او عمومي ځايونو حتی شخصي استوګنځايونو کې جنسي تېری يا ځورونه له اوږدې مودې راهيسې موجوده ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای