CRI Online

وانګ يي: چين به له بېلا بېلو هېوادونو سره د انساني ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره لاسونه يو کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 16:16:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۸مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې چين به د خپل پرمختګ لپاره د مناسب بهرني چاپېريال د جوړولو تر څنګ ټولې نړۍ ته سترګې وغړوي، نړيوالې چارې به په نظر کې ونيسي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به د انساني ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره لاسونه يو کړي او د متقابل درناوي، ګډو ګټو او مساوي نويو نړيوالو اړيکو ټينګول او له دايمي سولې، عام امنيت، ګډې سمسورتيا، ورخلاصون څخه د يوې ډکې ښکلې او پاکې نړۍ ابادول به د چين د ديپلوماتيکو کارونو د عمومي لوري او موخې په توګه وټاکي.

وزير وانګ يي د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې يادې څرګندونې وکړې.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای