CRI Online

وانګ يي: شي جين پينګ به پخپله د ديپلوماسۍ چارو ته دوام ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 16:59:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ۸مه نېټه د ۱۳مې دورې د چين د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په څنډو کې د خارجه وزير خبري ناسته تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په همدې ورځ وويل، په ۲۰۱۸ کال کې به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پخپله د ديپلوماسۍ چارو ته دوام ورکړي او په نوې دوره کې به د چين ځانګړې ديپلوماسۍ پيل کړي.

وانګ يي وويل، د چين د ځانګړې ديپلوماسۍ د عمومي طرح کونکي په حيث، شي جين پينګ په تېرو ۵ کلونو کې د نړۍ له ۵۷ هېوادونو څخه ليدنه کړې او په چين کې يې د بهرنيو هېوادونو څه د پاسه ۱۱۰ مشرانو سره ليدلي دي. د يادو مهمو ديپلوماتيکو فعاليتونو له لارې نه يوازې د چين په اړه د نړيوالې ټولنې پېژندنه زياته شوې او په نړۍ کې د چين مقام او اغېزه پياوړی شوې، بلکې د ډېرو نړيوالو مسئلو د حل لپاره يې لارې چارې جوړې کړې دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای