CRI Online

وانګ يي هغه نظر رد کړ چې په دوامدار پرمختګ سره چين د نړۍ لپاره يو ګواښ دی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 17:04:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په وروستيو کلونو کې بېلابېلو ډګرونو کې د چين اغېز په زياتېدو سره يو نظر بيا تکرارېږي چې په دوامدار پرمختګ سره چين د نړۍ لپاره يو ګواښ دی. د مارچ په ۸مه نېټه د ۱۳مې دورې د چين د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې مطبوعاتي غونډه کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ياد نظر رد کړ.

وانګ يي وويل، په تېرو لسګونو کلونو کې لوېديځې نړۍ د چين په اړه بېلابېلې تبصرې او پېشبينۍ درلودې، خو حقيقت دا دی چې چين د نړۍ د اقتصاد زياتېدنې، په نړۍ کې د بيوزلې د له منځه وړونکو کارونو او د نړۍ د سولې د ساتنې په برخه کې يو عمده برابرونکی دی. سر بيره پر دې په تېرو ۵ کلونو کې چين د يو کمربند او يوې لارې په شمول څو وړانديزونه وړاندې کړي دي چې د نړۍ د ادارې، د آزاد تجارت د ساتنې او د پرانيستي نړيوال اقتصاد په برخه کې عمده برابرونکی دی. د ياد حقيقت له مخې، چين يو ګواښ نه دی، بلکې نړيوالونه ډېر فرصتونه برابروي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای