CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وايي "يوکمربند او يوه لار " تر لمر لاندې پلې کيږي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 17:06:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اتمه نېټه د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه همکارۍ که د همکارۍ د نقشې جوړول وي يا د اړوندو پروژو پلي کول وي، ټول تر لمر لاندې روان دي.

وانګ يي وويل، د تېر کال په مې مياشت کې د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو استازو د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ چې دا د دغه وړانديز په اړه د نړيوالې ټولنې د باور او ملاتړ ښکارندويي کوي.تراوسه پورې له ۸۰ زياتو هېوادونو او سازمانونو له چين سره په دې اړه د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي او ګڼ شمېر همکاريزې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي. د بېلګې په توګه، په پاکستان کې به د چين لخوا جوړ شوي برېښنا کوټونه د پاکستان د برېښنا ستونزه سرتاسر حل کړي. چيني تصدۍ د سربيا هغه د فلادو فابريکه چې فعاليدل يې له ستونزو سره مخامخ شوي،واخيسته ،په يو کال کې يې ګټې اخيستنې ته وسپارله چې نه يوازې د ۵۰۰۰ کسانو لپاره يې روزګار برابر کړ بلکې دغه هېواد ته يې هم ګټې رسولې دي.

وانګ يي وويل، يو کمربند او يوه لاره د شريکو ګټو لاره ده او البتاً نړيوال قوانين يې مراعات کړي.چين په دې هکله د بېلابېلو خواوو وړانديزونو هرکلی کوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای