CRI Online

چين له امريکا او شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 17:14:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۸مه نېټه په بيجينګ کې وويل د چين لخوا د دوو ځنډونو وړانديز د کوريا ټاپووزمې مسئلې حلولو لپاره يوه ښه لاره ده او د جنوبي او شمالي کوريا تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره يې بنسټيز شرايط جوړ کړي دي. چين له بېلا بېلو خواوو په تيره بيا له امريکا او شمالي کوريا څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژر خبرې اترې تر سره کړي.

وانګ يي وويل شمالي او جنوبي کوريا د المپيک ژمنيو لوبو له لارې د کورياټاپووزمې کنګل شوي حالت ته ګرمي ورکړې ده. د اولمپيک ژمنيو لوبو په موده کې شمالي کوريا د ذروي توغنديو ازموينه نه ده تر سره کړې او امريکا او جنوبي کوريا د شمالي کوريا پر وړاندې تمرين وځنډا وه. د واقيعتونو له مخې د چين لخوا د دوو ځنډونو وړانديز د مسئلې حلولو لپاره يوه ښه لاره ده. د کوريا ټاپووزمې مسئلې حلول سم لور ته يو مهم ګام پورته کړی او وروسته دې بېلا بېلې خواوې سره همکارۍ وکړي او د خبرو اترو له لارې دې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې حلولو لپاره کوښښ وکړي. بېلا بېلې خواوې بايد له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو پر هدف ټينګار وکړي او په فعاله توګه دې د ټاپووزمې د سوله ايز ميکانيزم ابادۍ لپاره هڅې وکړي او په همدې وخت کې دې د امنيت ساتلو په برخه کې د شمالي کوريا معقولې پاملرنې حل کړي. دا د چين هميشنی دريځ او د م م د امنيت شورا په غونډه کې ټاکل شوی هدف دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای