CRI Online

چيان اينګ يي: له چټک زياتوالي څخه د لوړ کيفيت پرمختګ ته د چين د اقتصاد بدلون ستراتيژيک اوړون دی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 19:59:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او د چين د صنعت او سوداګرۍ د ګډې ټولنې د رئيس مرستيال چيان اينګ يي د مارچ په ۸مه نېټه وويل چې د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې پر دې ټينګار وشو چې د چين اقتصاد به له چټک زياتوالي څخه د لوړ کيفيت پرمختګ ته بدل شي،دا يو ستراتيژيک بدلون دی.

چيان اينګ يي وويل چې روان کال د چين د اقتصادي زياتوالي موخه ۶ اعشاريه ۵ سلنه دی چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله صفر اعشاريه ۴ سلنه ټيټ شوی دی، دغه راز د بدلون لپاره به فضا پاتې شي.هغه زياته کړه چې له اوږدې مودې راهيسې د چين ځايي حکومتونو د اقتصادي زياتوالي لپاره کوښښ کړی ، خو کيفيت ته يې پاملرنه نه ده کړې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای