CRI Online

د شي جين پينګ په ګډون مشرانو د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې د ځينو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړل

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 21:19:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ، د کمونېست ګوند د مرکزي کمييټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون غړي او صدراعظم لي که چيانګ، د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون غړي او د ياد کمېسيون د سکريتريت منشي وانګ هو نينګ،د ديسپلين څارنې د مرکزي کميټې منشي جاو له جي او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون غړي هان جنګ د مارچ په ۸ مه نېټه په جلا جلا توګه د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې د ځينو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

د مارچ ۸مه نېټه د ښځو د نړيوالې ورځې د رارسېدو پر مهال شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب د ښځو استازو،د يادې کميټې ښځينه غړو او د چين د بېلا بېلو قومونو ښځو ته د اختر د مبارکۍ وويله.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای