د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د ښځو د نړيوالې ورځې د رارسېدو پرمهال وويل چې جنسي نابرابري او ښځو ته سپکاوی به ټولو ته زيانونه ورسوي او پر دې يي ټينګار وکړ چې ښځو ته حقونه ور کول تر ۲۰۳۰کال پورې د دواملرونکي پرمختيايي اجنډا کليدي برخه ده.
ګوتريس دې ته اشاره وکړه چې جنسي برابري په بشري حقونو پورې اړه لري .جنسي برابري او ښځو او ماشومانو ته حقونه ور کول د بښري چارې دي او د بشري حقونو پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه هم ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |