د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د فولادي او المونيم توليداتو ګمرکي ماليات به لوړ کړي، خو دغه تدبير د امريکا په دننه او بهر کې له سخت مخالفت سره مخامخ دی.
په همدې ورځ ولسمشر ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې اعلان وکړ چې امريکا به په جلا جلا توګه د فولادي او المونيم توليداتو په مقابل کې ۲۵ ٪ او ۱۰٪ ګمرکي ماليات واخلي. ياد تدبير به پنځلس ورځې وروسته په رسمي توګه شروع شي.
بر سېره پردې، څرنګه چې د امريکا، کاناډا او مکسيکو ترمنځ د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې روانې دي، نو ټرمپ وويل، چې د کاناډا او مکسيکو پر غاړه اړوند ګمرکي ماليات به د لنډې مودې لپاره لغوه شي. همدارنګه نورې اقتصادې ډلې به هم له ګمرکي عملياتو څخه د خوندي توب فرصت تر لاسه کړي او د امريکا د سوداګرۍ استازي به د خبرو اترو دنده پر غاړه واخلي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |