CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: چين به فولادو،اوسپنې او الومونيوم توليداتو په مقابل کې د امريکا د محدوديت پر وړاندې به خپل حقه حقونه وساتي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-09 11:10:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې فولادو،اوسپنې او الومونيوم توليداتو په مقابل کې د امريکا د محدود تدبيرونو په هکله د چين د سوداګرۍ وزارت مسئول د روانې مياشتې په ۹مه نېټه وويل چې  امريکا د دغو تدبيرونو په مټ د دولتي امنيت ساتلو په پلمه خپله سوداګري ساتي.چين به خپل هېواد ته د دغو تدبيرونو د رسېدلو زيانونو د ارزونې پربنسټ د خپلو حقه حقونو د ساتلو لپاره متقابل تدبيرونه ونيسي.

د مارچ په اتمه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالد ترمپ د امر په لاسليکولو سره  وويل چې د وارد شويو فولادو، اوسپنې او الومونيوم توليداتو د امريکا دولتي امنيت ته ګواښونه رسولي دي،نو پرېکړه يي کړې چې د دغو توليداتو له واردولو څخه ډېره مالیه واخلي چې زياتوالی يي په جلا جلا توګه ۲۵ سلنه او لس سلنه ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای