د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا د ولسمشرۍ ماڼۍ د دولتي امنيت څانګې مشر چونګ يوي يونګ د روانې مياشتې په اتمه نېټه وويل چې د شمالي کوريا مشر کيم جون ون د جنوبي کوريا له لارې امريکا ته له ډونالډ ترمپ سره د کتلو هيله وښودله،ولسمشر ترمپ له دې سره موفقه وکړه چې له می مياشتې نه مخکې به له کيم جون ون سره وګوري.
نوموړي دغه څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې ټرمپ ته له شمالي کوريا څخه د جنوبي کوريا د ځانګړې ډلې د ليدنې په باب د معلوماتو تر وړاندی کولو وروسته وکړې.هغه ولسمشر ټرمپ ته وويل چې کيم جون ون له يادې ډلې سره د کتنې په ترڅ کې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د ذروی او باليستي توغنديو ازموينو د مخنيوي لپاره خپله ژمنه تائيد کړه.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |