د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۸مه نېټه د پاکستان امنيتي چارواکي ځايي رسنيو ته وويل، په ۷مه نېټه د امريکا بې پيلوټه الوتکې له پاکستان څخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر سرحدي سيمه هوايي بريد وکړ، چې له امله يې د TTP يو ويشت وسلوال وژل شوي دي.
د پاکستان خبري رسنيو د ياد چارواکي په حواله ويلي، د امريکا بې پيلوټه الوتکې د پاکستان خاورې څخه د طالبانو پر کمپ دوه توغندي وويشتل، د مالوماتو له مخې، په دغه کمپ کې به پاکستاني طالبانو ځانمرګي بريدګر تمرين کول.
د خبر له مخې،په يادو ۲۱ وژل شويو وسلوالو کې د TTP د مشر ملا فضل الله زوی او د ياد کمپ مسئول هم شامل دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |