CRI Online

خامنه يي: ايران به له اروپا او امريکا سره په منځني ختيځ کې د ايران د اغېز په اړه هيڅ بحث و نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-09 11:26:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په وروستيو وختونو کې اروپا او امريکا ډېر ځله ايران وغانده چې په منځني ختيځ کې ويجاړونکی رول لوبوي. په دې اړه د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د مارچ په ۸مه نېټه وويل، ايران به له امريکا او هغو هېوادونو سره، چې په منځني ختيځ کې نه دي، په ياده سيمه کې د ايران د اغېز په اړه بحث ونه کړي.

خامنه يي د ايران له مذهبي کسانو سره په ليدنه کې يادې څرګندونې وکړې. تېر کال د امريکا سپينې ماڼۍ د ايران په باب نوې ستراتيژۍ کې وويل، چې امريکا به د ايران حکومت نامالوم اغېز له منځه يوسي او په منځني ختيځ کې د ايران پراختيا بنده کړي. خامنه يي په دې اړه وويل، امريکا په ټوله نړۍ کې د لمسوونکي او ويجاړونکي رول لوبولو په وخت کې په دوامدار ډول په منځني ختيځ کې د ايران پر اغېز شک بنيي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای