CRI Online

د هانکانګ رسنيو د وانګ يي خبري ناستې ته پاملرنه کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-09 14:23:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ۸مه نېټه د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې يوه خبري ناسته په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين د ديپلوماسۍ او بهرنيو اړيکو په اړه خبريال ته ورکړل شوي ځواب د هانکانګ رسنيو پاملرنه جلب کړې ده.

دا ګونګ ورځپاڼې، د هانکانګ اقتصاد ورځپاڼې او د سينګ ټاو ورځپاڼې په خپلو ويبسايټونو کې د وزير وانګ يي خبرې واخيستي چې نوموړي د لوېديځو رسنيو هغه نظر رد کړی چې ګواکې د چين پرمختګ د نړۍ لپاره ګواښ دی، چې دا د خلکو له زړه سره سمون نه لري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای