CRI Online

په افغانستان کې د م م د مرستندويه ډلې د ماموريت موده يو کال نور وغځېدله

cri     (GMT+08:00) 2018-03-09 15:53:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د مارچ په ۸مه نېټه يوه پرېکړه تصويب کړه چې له مخې به يې په افغانستان کې د م م د مرستندويه ډلې د ماموريت موده يو کال نور وغځېږي او د ۲۰۱۹ کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ولري.

د دې پرېکړې له مخې، په افغانستان کې د دې ډلې عمده دنده د امنيت، حکومتوالي او پرمختګ په برخو کې د لارښوونې او خپلواکۍ حق د تر لاسه کولو لپاره له افغان حکومت سره مرسته کول دي. مهم کارونه يې د افغانستان د سولې له بهير څخه ملاتړ کول، د افغانستان له انتخاباتو سره مرسته کول او نړيوالې مرستې همغږی کول، د سيمه ييزې همکارۍ او انساني حقونو هڅول دي. په دې پرېکړه کې په ځانګړي توګه له افغانستان څخه غوښتنه شوې چې د ښځو د حقونو د ساتلو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

په افغانستان کې د م م مرستندويه ډله د ۲۰۰۲ کال په مارچ کې جوړه شوه او موخه يې د افغانستان له بيارغونې سره مرسته کول دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای