CRI Online

د چين د پولي بازار دروازه به نوره خلاصه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-09 15:55:57

د روانې مياشتې په نهمه نېټه د چين د ۱۳مې دورې ملي کانګرس د لومړۍ غونډې په مطبوعاتي مرکز کې د پولي اصلاحاتو او پرمختګ په هکله يوه خبري ناسته تر سره شوه.د چين د مرکزي بانک مسئول اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې د چين د پولي بازار دروازه به نوره هم خلاصه شي.

د چين د ولسي بانک مشر جو شياو چوان وويل چې نوي پرمختيايی پړاو ته تر داخلېدو وروسته به د چين د پولي بازار دروازه نوره خلاصه شي .په چين کې بهرنيو پولي اورګانونو ته د پولي چارو د پيلولو د اجازې ور کولو ترڅنګ د چين پولي اورګانونه هم نورو هېوادونو ته داخل شوي دي.

د چين مرکزي بانک مرستيال ايي ګانګ وويل چې بهرني پولي اورګانونه که چين ته داخل شي يا په چين کې خپلې چارې پيل کړي،بايد تر قانونی نظارت لاندې وي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای