CRI Online

د چين مرکزي بانک به له سوداګريزو بانکونو څخه غوښتنه وکړي چې د کورونو د اخيستلو په اړه د خلکو له مناسبې غوښتنې ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-09 15:56:25

د چين د خلکو بانک مرستيال پان ګونګ شنګ د مارچ په ۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل، ځينو بانکونو په ځينو وختونو کې د پورونو د مسئلې له امله د شخصي کورونو اخيستونکو ته د پورونو د ورکولو وخت اوږد کړی، د خلکو بانک يعنې د چين مرکزي بانک به له سوداګريزو بانکونو څخه غوښتنه وکړي چې د شخصي کورونو اخيستونکو ته د پورونو ورکولو په اړه توپير لرونکې تګلارې په جدي توګه تطبيق کړي او توپير لرونکی بيه وټاکي تر څو د کورونو د اخيستلو په اړه د خلکو له مناسبې غوښتنې څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي وويل، تېر کال په چين کې د شخصي کورونو پورونه ۴ زره مليارډه يوانه زيات شوي چې د وړم کال په پرتله ۲۲ سلنه زيات شوي. د روان کال په جنورۍ کې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۱.۴ سلنه زيات شوی. د شخصي کورونو د پورونو زياتوالی د پورونو د عمومي زياتوالي په نسبت نږدې لس سلنه زيات شوی. هغه زياته کړه، مرکزي بانک له اوږدې مودې راهيسې د کورونو پورونو په اړه پر جدي تګلارې ټينګار کړی او کوي يې، په چين کې د کورونو په اړه پولي بحران د کنټرول وړ دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای