CRI Online

شي جين پينګ : د کليوالو سيمو د احيا ستراتيژي بايد په ښه توګه پلې شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-09 17:37:56


د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په اتمه نېټه د شان دونګ ولايت د پلاوي په بحث کې د کليوالو سيمو د احيا ستراتيژۍ د ښه پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اتمې نېټې په سهار شي جين پينګ د شان دونګ ولايت پلاوي په بحث کې ګډون وکړ. په دغه بحث کې اتو غړو په جلاجلا توګه د اقتصادي خوځنده ځواک د نوي کولو ، د علمي نوښت له لارې په فېشني ډګر کې د خبرو حق د لوړولو ، د ستونزو لرونکو کسانو لپاره د روزګار د پيدا کولو او داسې نورو مسئلو په اړه خپل نظرونه وړاندی کړل. شي جين بينګ د دوي ويناوې واورېدې او ويې ويل:

(( موږ بايد د سياسي کار نامې په اړه سم افکار ټينګ کړو ، نه يوازې خلکو ته د ليدو وړ او رښتينۍ ګټې ورسوو، بلکې د راتلونکي لپاره هم بنسټ کېږدو. د ليدو وړ کارونه بايد بشپړ کړو او اوږد مهاله کارونه ترسره کړو ، په شخصي شهکار او شهرت پسې نه بلکې دې د خلکو له خوا راکړل شوې ستاينې او رښتينې قدردانۍ دې پسې وګرځو.))

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د کمونيست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د شان دونګ ولايت کارونه تائيد کړل. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې شان دونګ يو لوی کرهنيز ولايت دی ، بايد په دې ولايت کې د کليوالو سيمو د احيا ستراتيژي په ښه توګه پلې شي. شي جين پينګ وويل:

((د کليوالو سيمو د احيا ستراتيژي د چين د کمونيست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې نيول شوې مهمه پرېکړه ده چې د نسبتاً شتمنې ټولنې د هراړخيزې ابادۍ د کليدي برياليتوبونو او د سوسياليستي، عصري او پياوړي هېواد د جوړولو لپاره لويه تاريخي دنده ده،دغه راز په نوې زمانه کې د بزګرانو، کليوالو سيمو او کرنې په اړه د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره هم ډېر ارزښت لري.د زراعت پياوړتيا، د کليوالو سيمو چاپيريال او د بزګرانو د شتمنۍ کچه د نسبتاً شتمنې ټولنې پر بڼې او د عصري سوسياليزم پر کيفيت اغېزې ولري.موږ بايد د کليوالو سيمو د احيا ستراتيژۍ اهميت او ضرورت درک کړو او په ښه توګه دغه ستراتيژي پلې کړو.))

شي جين پينګ وويل، چې د کليوالو سيمو صنعت دې پرمخ يووړل شي، زراعتي جوړښت دې اصلاح شي، د کرنې د صنعتي، توليدي او تجارتي سيستم جوړونه دې چټکه شي، د کليوالو سيمو لپاره دې د کارپوهانو روزنه پياوړې شي، د کليوالو سيمو کلتور او ايکولوژۍ ته دې وده ورکړی شي او د ټولنيزې ادارې لپاره دې عصري سيستم جوړ شي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د کليوالو سيمود احيا چارې دې په سالمه توګه ترسره شي.

(( د بزګرانو ارادې ته دې درناوی وشي، د بزګرانو ابتکاري او نوښتي انرژي دې ولوبول شي، د نيکمرغه ژوند په اړه د بزګرانو د ارمانونو له لارې دې د کليوالو سيمو د احيا لپاره خوځنده ځواک راټول شي،د بزګرانو بنسټيزې ګټې او د دوی ګډه شتمني دې د کارونو هدف وبلل شي. دغه راز قومي او لرغوني کلي او دوديزې ودانۍ دې په ښه توګه وساتل شي.))

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او هم د شان دونګ ولايت د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مشر جانګ شين ون له بحث وروسته وويل:

((عمومي منشي د شان دونګ ولايت په اړه په شپږو برخو کې د دغه ولايت د کليوالو سيمو د احيا ستراتيژۍ د پلي کولو په اړه څرګندې غوښتنې وکړې.مثلاً صنعتي احيا ،د کارپوهانو د سرچينې احيا او کلتوري احيا چې زموږ د کارونو لارښوونه يې کړې ده.موږ بايد په ښه توګه دغه غوښتنې بشپړې کړو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای