د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روان کال د می په اخره لسيزه کې د شمالي کوريا له مشر کيم جون ون سره وګوري.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۹مه نېټه وويل چې چين د دې کتنې ملاتړ کوي.
وياند ګنګ د مارچ په ۹مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې موږ د خبرو اترو او سلامشورو له لارې د شمالي کوريا د مسئلې د حل لپاره د بېلا بېلو خواوو د کوښښونو ډېره ستاينه کوو او ورڅخه ملاتړ کوو.
له اوږدې مودې راهيسې چين په جدي توګه د شمالي کوريا په اړه د م م د امنيت شورا بېلا بېل پرېکړه ليکونه او خپلې نړيوالې دندې پلې کړې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |