CRI Online

د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې دوهمه ناسته جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-09 19:51:36
د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې دوهمه ناسته جوړه شوه

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د روانې میاشتې د ۹ مې نیتې له غرمې وروسته د خلکو په لوي تالار کې د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې دوهمه ناسته جوړه شوه چې د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ کاري راپورونه پکې واورول شول او د غونډې ګډونوالو یاد راپورونه تر څیړنې لاندی ونیول.

د چین مشران شي جین پینګ، لي که چیانګ، لي جان شو، وانګ یانګ، وانګ هو نینګ، جاو له جي او هن جنګ په دغه غونډه کې حاضر وو. د دغې غونډې د رئیسه ګروپ دایمي او اجرایه رئیس جانګ جون شیان د یادې ناستې مشري وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای