CRI Online

د فرانسې ولسمشر د فولادي او المونيمي توليداتو د ګمرکي مالياتو د لوړولو په اړه د امريکا د تازه پريکړې په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-10 09:31:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د مارچ په نهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دغه هېواد ولسمشر ايمانويل ماکرون په همدې ورځ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفوني خبرې وکړې او پکې يې د فولادي او المونيمي توليداتو د ګمرکي مالياتو د لوړولو په اړه د امريکا د تازه پريکړې په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي وويل، د امريکا هغه ملګري هېوادونه ښايي د دغه تدبير له امله له سوداګريزو جګړو سره مخامخ شي کوم چې د نړيوالو سوداګريزو قاعدو احترام او درناوی کوي، نو ټول هېوادونه به مات شي. اروپايي ټولنه به په ښکاره او برابره توګه هغو تدبيرونو ته ځواب ورکړي کوم چې له نړيوالو سوداګريزو قواعدو سره سمون نه خوري.

د مارچ په نهمه نېټه د جاپان د کابينې څو تنو غړو هم د امريکا د دغې پريکړې په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ويې ويل چې جاپان به د نړيوال سوداګرۍ سازمان په چوکاټ کې لازم تدبيرونه ونيسي. د جاپان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې له مخې، د جاپان د بهرنيو چارو وزير تارو کونو په همدې ورځ وويل، چې د امريکا دغه تدبير به د ملګرو هېوادونو په توګه د جاپان او امريکا ترمنځ پر اقتصادي او همکاريزو اړيکو باندې منفي اغيزه وکړي او حتی پر نړيوال اقتصاد باندې غټه اغيزه وکړي. جاپان به پر جاپاني تصديو باندې د دغه تدبير د اغيزو د څيړلو پر بنسټ لازم تدبيرونه ونيسي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا ياد تدبير د دغه هېواد په دننه او بهر کې له سخت مخالفت سره مخامخ شوی دی.(غوټۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای