CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-10 09:59:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په نهمه نېټه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه سره ټلېفوني خبرې وکړې او په دغو خبرو کې دواړو مشرانو د کوريا ټاپووزمې د اوسنيو حالاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې.

ولسمشر ټرمپ وويل، په تېرو څو ورځو کې د شمالي کوريا ذروي مسئله مثبت پرمختګ موندلی او شمالي کوريا فعاله په دې اړه رويه څرګنده کړې ده. د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ لوړ پوړې ډيالوګ به د بېلا بېلو خواوو لپاره ګټور وي. هيله ده چې د شمالي کوريا ذروي مسئله په سوله ييزه توګه حل شي. رښتيا ده چې د رئيس شي هغه نظر سم دی چې امريکا بايد له شمالي کوريا سره مستقيمې خبرې وکړي. امريکا د کوريا ټاپووزمې مسئلې د حلولو په بهير کې د چين رول ته په ډېره درنه سترګه ګوري او ورڅخه مننه کوي. امريکا غواړي په مداومه توګه له چين سره نژدې تماس ونيسي او همغږي وکړي.

رئيس شي جين پينګ وويل، چين تل له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو، د دغې ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتلو او د ډيالوګ له لارې د دغې مسئلې د حل لپاره هڅې کوي. اوس د کوريا ټاپووزمې په اوضاعو کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي چې دا د ډيالوګ له لارې له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو بهير د پياوړتيا لپاره ګټوره ده او د دغې مسئلې په اړه د امنيت شورا له پريکړه ليکونو سره سمون خوري. زه د دغې مسئلې د سياسي حل لپاره د ښاغلي ولسمشر ټرمپ ښه نيت ستايم او هيله لرم چې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ ډيالوګ ژر تر سره شي او مثبتې پايلې تر لاسه شي.

بر سېره پردې دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. ولسمشر ټرمپ د چين د دوو غونډو د برياليتوب په مناسبت مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې د دواړو مشرانو ترمنځ نژدې تماس نيول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره ډېر اهميت لري. امريکا له چين سره اړيکو او همکاريو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو د ژورتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

رئيس شي جين پينګ د ولسمشر ټرمپ له مبارکۍ څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل چې د چين د دوو غونډو برياليتوب به د چين د پرمختګ او د امريکا په شمول له نورو هېوادونو سره د اړيکو د ټينګېدو لپاره نوی خوځنده ځواک وګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای