CRI Online

د ۲۰۱۸م کال لپاره د اپيک لومړۍ لوړپوړې غونډه په نوې پاپواګينه کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-10 10:28:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۸م کال لپاره د اپيک لومړۍ دوه ورځنۍ لوړ پوړې غونډه د مارچ په نهمه نېټه د نوې پاپواګينې په پلازمينه پرت موريسي کې تر سره شوه.

د دغه هېواد د خبري رسنيو د خبر له مخې، په دغه غونډه کې د دغه سازمان د غړيو اقتصادي ډلو چارواکو د ۲۰۱۸م کال لپاره د دغه سازمان تګلاره او لايحه وټاکله. د چين پلاوي په دغه غونډه کې ګډون وکړ.

د دغه هېواد د اپيک کميټې د خبر له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې د اپيک د غونډې سرليک دا دی چې پراخ فرصت او د ډيجيټل کېدو راتلونکی په غېږ کې ونيول شي. د تګلارو څلور ټاکل شوې غوره برخې دا دي: د متقابلې تبادلې او تګ راتګ سويه دې لوړه او سيمه ييز اقتصاد دې يو لاس شي، پراخ او پرله پسې پرمختګ دې پياوړی شي، د جوړښت د اصلاحاتو پر بنسټ دې پراخ زياتوالی پياوړې شي او د ملکيانو ترمنځ د تبادلې او تګ راتګ په نژدې کېدو سره دې استعداد لرونکی پرمختګ تر سره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای