CRI Online

چين تر ۲۰۲۰م کال پورې د هوا د ککړتيا د مخنيوي درې کلن عملي پلان جوړوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-10 10:51:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په لسمه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او د چاپيريال د ساتنې معين هوانګ ژون چيو په بېجينګ کې وويل، چې اوسمهال په چين کې د هوا د ککړتيا کارونه لا هم له زياتو ستونزو سره مخامخ دي او تر ۲۰۲۰م کال پورې د هوا د ککړتيا د مخنيوي په اړه د چين د درې کلن عملي پلان د جوړېدو په حال کې دی.

ښاغلي هوانګ وويل، په تېرو څو کلونو کې چين د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره زيات تدبيرونه نيولي دي، نو د هغو ورځو شمېرې زياتې شوې چې اسمان شين او وريځي سپيني وي. خو د چين په ۳۳۸ ښارونو کې يوازې د يو په درېيمه ښارونو د هوا کيفيت سويې ته رسېدلی دی، نو د هوا د ککړتيا د مخنيوي دنده لا هم درنده ده.

نوموړي وويل، په راتلونکې کې د چين د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره کليدي ټکی د توليد، انرژۍ او ترافيک او ترانسپورټ د جوړښتونو ترميمول او غوره والي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای