د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په نهمه نېټه د سوريې د حکومت ضد وسله والو لومړۍ ډله له ختيځې غوطه څخه ووتله او هغه مرستندويه مالونه چې مخکې تردې يې د انتقال چارې د ناارامۍ له امله ځنډېدلې وې، په ختيځې غوطه کې د حکومت ضد وسله والو تر کنترول لاندې سيمې ته انتقال شوي دي.
د سوريې دولتي ټلويزيون خبر ورکړ چې ديارلس حکومت ضد وسله وال د نهمې نېټې په شپه د ختيځې غوطه له دوما سيمې څخه وافيدين لارې ته ورسېدل چې د حکومت ځواکونو لخوا پرانيستل شوې ده. دوی د امنيتي څارنې وروسته د حکومتي پوځ موټرونو کې سپاره شول. د دغو وسله والو د موخې ځای معلوم نه دی.
دغه راز، د همدې ورځې په سهار بشري مرستندويه مالونه چې ترانسپورټي چارې يې د څو ورځو لپاره ځنډېدلې وې، په ختيځې غوطه کې د حکومت ضد وسله والو تر کنترول لاندې سيمې ته رسېدلي دي. په سوريه کې د سره صليب ټولنې کميټې وياند وويل، چې د ديارلسو ټرکونو مالونه د همدې ورځې په سهار د وافيدين لارې په تېرېدو سره دوما سيمې ته ننوتلي دي چې پکې د خوارکونو ۲۴۰۰ بستې او د ۳۲۴۰کڅوړې اوړه شته او د دوولس زرو کسانو اړتياوې پوره کولای شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |