CRI Online

په چين کې د پاکستان لوی سفير مسعود خالد: چين په نړيوالې ادارې کې ژور ګډون کوي او ستر خدمت کوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-10 16:08:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په نهمه نېټه په چين کې د پاکستان لوی سفير مسعود خالد په بېجينګ کې د چين نړيوالې راډيو له خبريالې سره يوه مرکه وکړه. هغه په تېرو پنځو کلونو کې د چين د تر لاسه شويو هراړخيزو برياليتوبونو لوړه ارزونه وکړه او په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې د چين د خدمتونو لوړه ستاينه يې وکړه.

سفير مسعود خالد لومړۍ د چين د دوو غونډو په اړه خپل نظرونه شريک کړل چې اوسنۍ دوې غونډې د چين په سياسي تاريخ کې ډېر مهم ارزښت لري، ټوله نړۍ د چين دوو غونډو ته پاملرنه کوي. ما د چين د حکومت کاري راپور ولوست. دغه راپور په تېرو پنځو کلونو کې د چين لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه راغونډ کړل او زما په اند، دغه راپور د څيړنې او زده کړې وړ دی.

نوموړي وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې په شمول د چين لخوا وړاندې شوي وړانديزونه او مفکورې په نړيوالو ادارو کې د چين ستر خدمتونه دي. هغه په تېره بيا د نړيوال اقتصاد د لارښوونې او سيمه ييز ثبات د ساتنې په برخو کې د چين د رول لوړه ستاينه وکړه. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای