CRI Online

په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ له افغان کارپوه ډاکټر شمس الحق ارينفر سره د ورېښمو د پخوانۍ او مدرنې لارې په اړه خبرې اترې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-10 21:19:57

(سفير ليو وايي چې د چين په تاريخي کتابونو کې د افغانستان دودونه ليکل شوي دي)

د مارچ په څلورمه نېټه په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ په سفارت کې د افغانستان د رسنيو په برخه کې د احترام او د لوړ مقام له څښتن او هم د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مطبوعاتي وياند ډاکټر شمس الحق ارينفر سره ليدنه وکړه او د ورېښمو لارې او د يو کمربند او يوې لارې د علمي او ديپلوماتيکو مسئلو په اړه يې بحث وکړ. د افغانستان مشهورې ورځپاڼې کابل ټايمز ويبپاڼې د مارچ په اومه نېټه په انګليسي ژبه د دوی د خبرو اترو لنډيز خپور کړ. موږ هم دلته غوره وبلله تر څو تاسو ته د دغو خبرو اترو لنډيز په پښتو ژبه کړو او وړاندې کړو.

سفير ليو : ستاسو سره په پېژندنې ډېر خوشاله شوم. تاسې د افغانستان د رسنيو په ډګر کې د احترام او لوړ مقام خاوند يئ، د تلويزيوني چارو د مسئول په توګه مو دنده ترسره کړې او د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د پخواني ولسمشر مرحوم رباني مطبوعاتی وياند هم پاتې شوي ياستئ، تاسې اوس د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د حکومتي ورځپاڼو د شورا رئيس په توګه دنده پر غاړه لرئ چې د افغانستان د رسنيو په ډګر کې ډېر اغېزمن یئ. تاسو له اوږدې مودې نه "د يو کمربند او يوې لارې " وړانديز ته همېشه په خپلو ليکنو او بحثونو کې پاملرنه کوئ او ورڅخه ملاتړ کوئ، په چين کې په دې اړه مهمو فعاليتونو کې مو ګډون کړی او په افغانستان کې هم په دې هکله مو اړوند سمينارونه ترسره کړي دي چې زه ورته د قدر په سترګه ګورم.

څو ورځې دمخه تاسو په کابل ټايمز کې يوه مقاله خپره کړې وه چې نوم يې و افغانستان د يو کمربند او يوې لارې نښلونکی مرکز، په دې مقاله کې مو مهم استدلالونه راټول کړي وو چې افغانستان په تاريخ کې د ورېښمو لارې مرکز و، نظر ښودل شوی چې يو کمربند او يوه لار به د پيړۍ پروژه شي او نړۍ به بدله کړي، غوښتنه شوې وه چې افغانستان دې د يو کمربند او يوې لارې د فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره خپل مرکزي مقام يو ځل بيا ترلاسه کړي او وړانديز شوی و چې د افغانستان اړوندې ادارې دې له يو کمربند او يوې لارې سره د پيوستون لپاره جامع پلانونه طرحه کړي. زما په اند دغه وړانديزونه ډير ګټور او زه له دغو نظرونو سره ډېره علاقه لرم. معلوميږي چې تاسې نه يوازې د رسنيزو چارو کارپوه يئ، بلکې يو ښه تاريخپوه او ستراتيژي پوه هم يئ، ډېر خوشاله يم چې له تاسو سره د ورېښمو لارې د اړوندو مسئلو په اړه د نظريو ژوره تبادله کوم.

ډاکټر ارينفر : تاسې ښاغلي سفير له بلنې څخه مننه کوم او زما مقالې ته د سفارت له توجه نه هم ځانګړې مننه کوم . وړاندې افغان ټولنې د يو کمربند او يوې لارې په اړه زما ليکنو ته دومره توجه نه ده کړې. په دې اړه اړوندو غونډو کې تر ګډون وروسته چې کله زه له چين نه افغانستان ته ستون شوم لږ څه ناخوښه او نااميده شوم، ځکه هغه افغانان ډېر نه دي کوم چې د "يو کمربند او يوه لار " دغه څو لويو وچو نښلوونکي عظيم وړانديز په اهميت وپوهيږي او ژوره پوهه ولري. د افغاستان اړوندو ادارو له مسئولينو نه مې پوښتلی وو چې ولې افغانستان په لافعاله توګه په دغه وړانديز کې برخه ونه لري. ولې موږ په دغه وړانديز کې لاښه مقام تر لاسه نه کړو؟ د ورېښمو د لرغونې لارې له لارې افغانستان او چين د تاريخ په اوږدو کې نږدې متقابلې ګټورې همکارۍ درلودلې. نو نن ورځ موږ د يو کمربند او يوې لارې په مسئله کې بې خبره او بې برخې نه شو پاتې کيدای.

د نړۍ د تاريخ له لحاظه د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان او چين ترمنځ تګ راتګ ډېر نږدې دی. دغه اړيکې د ورېښمو لارې له نعمت نه برخمنې دي او د ورېښمو لارې په زمانه کې ټينګې او پياوړې شوې دي. د ورېښمو لار په چين کې پيل او د افغانستان له لارې يې نورې زياتې او لېرې سيمې نښلولې دي. د بوديزم کلتور له هند نه د افغانستان له لارې چين ته خپور شوی او بيا له چين نه نورو اسيايي هېوادونو ته خپور شوی دی. دا د افغانستان او چين ترمنځ د کلتوري تبادلې او د دې لارې د خدمتونو ژوندۍ بېلګه ده.

په چين کې لرغون پېژندنه کې د افغان کلتور اغېزې او په افغانستان کې هم د چيني کلتوري نښې پيدا شوې دي. اوريدلي مې دي چې د چين په ساحلي ښارونو کې د افغانستان د آريايانو په تړاو قيمتي ارزښتناک اثار راوتلي، دا د دې څرګنديه دي چې د ورېښمو لارې تر پرانيستې د مخه د افغانستان او چين ترمنځ کلتوري تګ راتګ موجود و. ځينو سترو چيني سيلانيانو، مثلاً راهب هيون سان افغانستان ته سفر کړی او د خپل سفر په زړه پورې تجربې يې ليکلې او ثبت کړې دی چې نن ورځ د افغانانو لخوا د خپل تاريخ د څېړنې لپاره ارزښتناک سندونه دي.

افغانستان ته د اسلام تر راتلو وروسته افغان ټولنې لا هم چين ته په درنو سترګو کتل. ښايي ځينې کسان پدې اند دي چې افغانستان اسلامي هېواد دی او چين نه دی، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ زياتې کلتوري تبادلې نه شته او راتلونکي کې به ډېرې راکړې ورکړې هم ونه لري. دا د افغانستان او چين ترمنځ د کلتوري اړيکو په اړه ناپوهي او ناسم درک دی. د اسلام ستر پيغمبر محمد (ص) ويلي وو چې زده کړه وکړئ، که څه هم په چين کې وي. د مسلمانانو د ستر پيغمبر دغه خبرې دوه معناوې لري: لومړۍ، چين که څه هم د عرب مسلمانانو لپاره يو لېرې هېواد دی. دويمه، چين د علم او پوهې لرونکی او متمدن هېواد دی، عربي هېوادونه او چين دې يو له بل څخه زده کړه وکړي.

ځکه دغه تاريخ يادوو چې د افغانستان او چين ترمنځ تاريخي نږدې اړيکې د اوسنيو اړيکو د پياوړتيا شونتيا او ضرورت ښکارندويي کوي، بلکې د دواړو هېوادونو ملي حالات سره ډېر نږدېوالی لري.

سفير ليو: ستاسو له نظرونو سره بلکل موافق يم، د چين او افغانستان ترمنځ ډېر ګډ ټکي شته دي او نږدې تاريخي تړاوونه هم لري. د ورېښمو لارې د تاريخ په اړه څه ويل هم لرم. که لرغونی يونان، لرغونی روم، لرغونی مصر وي، يا د ختيځو خواوو د چين، هان او تانګ امپراطورۍ وي، افغانستان تل د دغو متمدن لروغونو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او پيوستون په محورونو ځای درلودلی دی، په تېره بيا د افغانستان په ځمکه کې کوشاني امپراطوري. د افغانانو او بېلابېلو لرغونو امپراطوريو د چين او اسيايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې مهم رول لوبولی او دغه تګ راتګ هم افغانستان سمسور کړی دی.

ویل کیږي چې د چين او افغانستان خلک سره خپلوان دي. د چين تاريخي متنونه ښيي چې د چين په شمال لويديځ کې د داروجي په نوم کډوال لږکي افغانستان ته کډه شوي او وروسته يې هلته کوشاني امپراطوري جوړه کړې. د ورېښمو لارې له پرانيستلو وروسته داروجيان کله کله د بودايي دين د خپرېدو او سوداګرۍ لپاره به چين ته تلل او له يوې مودې وروسته يې د چينايانو کورنۍ يو نوم خپل ځان ته خپل کړ چې زياتره کورني نومونه يې په چيني ژبه" 支 (جي)" تلفظ کيږي. نن په چين کې هغه کسان چې کورنی نوم يې" 支 (جي)" دی ډېر دي او يو شمېر يې د داروجيانو اولادونه دي چې پکې يو شمېر کارپوهان او د شهرت او لوړ مقام خاوندان دي.

برسيره پردې زما په اند افغانستان د چين په تاريخ او کلتور لږ ترلږه درې اړخيزې اغېزې لري.

لومړۍ، افغانستان چين د بودايي دين د خپرولو لپاره تکرارېدونکی مرکز دی. د زياتو کارپوهانو په اند، بودايي دين په لومړۍ ميلادي پېړۍ کې د چين دونګ هان امپراطورۍ ته رسماً خپور شو، په هغه وخت کې د دغې امپراطورۍ استازي هند ته نه، بلکې افغانستان ته تللي وو، او له افغانستان نه يې بودايي دين او په افغانستان کې هندي بودايي راهبان يې چين ته له ځان سره بوتلل او په لويانګ کې يې د چين لومړی معبد يعنې د بای ما معبد جوړ کړ. په لومړي وخت کې چين ته د بودايي دين زياتره خپروونکي داروجيان وو چې پکې څو مشهور ژباړونکي هم شامل وو. ډېر چيني لغتونه له بودايي دين څخه پيدا شوي او ځيني لغتونه او تلفظ يې د افغانستان له لارې ترجمه شوي. له افغانستان او د دې هېواد په شاوخوا سيمو کې پيدا شوی د ګنداهارا هنر، په تېره بيا د بودا بوت جوړونې هنر د چين پر نقاشي او مجسمه سازۍ ژورې اغېزې لري. ځيني کارپوهان وايي چې د چين په يون ګانګ، لونګ من او دون هوانګ سمڅو کې د بودا بوت د افغانستان د باميان له بوت سره اړيکې لري.

دويمه، افغانستان د چين د صادراتي او وارداتي تجارت له محورونو څخه يو و. د قبل الميلاد دويمه پېړۍکې، د چين د هان امپراطورۍ د حکومت استازی جانګ چيان د افغانستان بلخ ته ولاړ او هلته يې د چين د سه چوان سيمې توليدات وليدل. په هغه وخت کې په افغانستان کې چيني توليدات نه يوازې د چين له شينجيانګ نه، بلکې د ورېښمو د جنوبي لارې باندې له هند نه افغانستان ته وليږدول شول، دا دې څرګندونه کوي چې په هغه وخت کې افغانستان له نړيوالو تجارتي مرکزونو څخه و. په دويمه ميلادي پېړۍ کې د افغانستان د بدخشان ولايت لاجورد چين ته يوړل شول او د چينايانو ډېر د خوښې وړ وو او د صنعتي اثارو او نقاشۍ د غوره اومه موادو په توګه کارول کېدل. په څلورمه ميلادي پېړۍ کې په چين کې افغان تاجرانو له چيني صنعتکارانو سره د کاشي کارۍ هنر تکنالوژۍ مرسته هم وکړه.

درېيمه، ډېر پخوا چين او افغانستان ستراتيژيکې او امنيتي همکارۍ درلودې. افغانستان ته د جانګ چيان د سفر هدف له داروجيانو سره په ګډه د شمالي هون مقابله کول وو. په اتلسمه ميلادي پېړۍ کې د چين په شينجيانګ کې د ياغيانو مشر د چينګ امپراطورۍ د حکومتي ځواکونو له توقيف نه د افغانستان شمال ته وتښتېد، ځايي واکمنې ادارې د نوموړي په وژلو سره چين ته د دوستۍ نيت څرګند کړ.

په تاريخ کې افغانان په کوم دين عقيده لري او واک يې د چا په لاسونو کې وي، د چين او افغانستان ترمنځ همکارۍ هيڅکله نه دي درېدلي. په اوومه پېړۍ کې د لوی راهب هيون سان لخوا په ليکل شوی کتاب، لاوړاندې په پنځمه پېړۍ کې د فاسيان لوی راهب لخوا په ليکل شوی کتاب او په ديارلسمه پېړۍ کې د ايټاليې سيلاني مارکوپولو لخوا په ليکل شوي کتاب کې هم د چين او افغانستان ترمنځ تګ راتګ او اړيکې او د افغانستان دودونه بيان شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې اړيکو ښکارندويي کوي. له څوارلسمې پېړۍ نه تر شپاړسمې پېړۍ پورې د چين د مينګ امپراطورۍ په دوره کې د اسلام دين وسعت وموند او ډېر خپور شو، د چين او افغانستان د ډيپلوماتانو ترمنځ اړيکې او تګ راتګ زيات و او پدې هکله ډېر تاريخي سندونه شته دي. په هغه وخت کې د افغانستان هرات يو لوی نړيوال ښار و ، چينايانو دې ښار ته" 哈烈(په چيني ژبه هاليې تلفظ کيږي) "وايه.

زه ستاسو له هغه نظر سره موافق يم چې د چين او افغانستان ځوانانو ته دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ د تاريخ په اړه زيات معلومات ورکړی شي ترڅو دوی درک کړي چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز هوايي نه راغلی، بلکې له زرګونو کلونو راهيسې زموږ د نيکه ګانو او اسلافو د کوښښنونو نتيجه ده. موږ بايد تاريخ په ميراث واخلو او عنعنات پراخ کړو ترڅو د ورېښمو لرغونې لاره بيا ژوندې شي او افغانستان چې لرغونی متمدن هېواد و، بيا مهم نړيوال اقتصادي او ترافيکي مرکز شي.

(سفير ليو وايي چې د چين په تاريخي کتابونو کې د افغانستان دودونه ليکل شوي دي)

سفير ليو: کله چې د ورېښمو لارې پر احيا غږيږو، نو د دې لارې پر کمزورۍ سترګې نه شو پټولی . زه غواړم له تاسو نه وپوښتم چې د دغې لارې د کمزورۍ عمده لامل څه دی؟

ډاکټر ارينفر: زما په اند په دې کې درې فقره ييز لاملونه عمده تاثير لري.

لومړی، عصري مدرني ترافيک او ترانسپورټ. سمندري ترانسپورټي الات، رېلوې او هوانوردۍ ترانسپورټي مؤثريت ډېر لوړ کړی، انسانانو ته يې زياتې اسانتياوې برابرې کړې او د سيمه ييز تګ راتګ لپاره يې نوې لارې پرانيستې دي چې په پايله کې يې ګام پر ګام د ورېښمو لرغونې لار چې له ډېرو غرونو او صحراوو نه تېره شوې او شرايط يې ډېر مشکل دي پرځای کړې ده.

دويم، ترينګلي امنيتي حالت. له مدرنې زمانې راهيسې د ورېښمو لرغونې لارې پرغاړه پرتو هېوادونو کې ډېرې جګړې شوې چې له دې امله د تاجرانو تجارتي چارې سختې زيانمنې شوې او د ورېښمو لرغونې لارې او د دې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو د کمزورۍ سبب شوي دي.

درېيم، د افغانستان مسئله. په يوه اوږده موده کې افغانستان د ورېښمو په لرغونې لاره کې مهم رول لوبولی و، خو په تېرو ۲۰۰ کلونو کې دوامدارې جګړې د ودې او بهر ته د ورخلاصون لاره له خنډونو سره مخامخ کړې چې له امله يې د ورېښمو لرغونې لاره سخته کمزوره شوې ده. ښايي نور هېوادونه هم له دغو ډول ستونزو سره مخامخ شوي وي.

سفير ليو: ستاسو له نظر سره موافق يم، په تېره بيا درېيم ټکی، خارجي او داخلي لاملونه هم ډېر مهم دي. له مدرنې زمانې راهيسې په تېره بيا په اتلسمه او نولسمه پېړيو کې چين او افغانستان دواړه د فيوډالي امپراطورۍ تر تسلط لاندې وو، اقتصادي وده او حکومتوالي يې وروسته پاتې وه او له نورو نه په عذاب وو. لويديځو هېوادونو د صنعتي انقلاب له لارې اورګاډي، موټرونه، بېړۍ او الوتکې جوړې کړې، خو د اسيايي هېوادونو حکمران بې علمه وو او هم اوښان، بګۍ، لرګينې بېړۍ او سړې وسلې کارولې او په دې وسيله له لويديځو قوتونو سره يې مقابله نشوای کولای. بل مهم ټکی دا دی چې په هغه وخت کې اسيايي هېوادونه سره ډېر تجزيه شوي وو او تر منځ يې سره دښمنۍ او کورنۍ جګړې وې او په دې وسيله يې لويديځو قوتونو ته د تېري فرصت برابر کړی و. امپرياليزم چين او افغانستان دواړه هېوادونه د سياليو او جګړو ميدانونه وبلل، چينايان او افغانان د استعمار قربانيان شول. نن د ورېښمو لارې بيا ژوندۍ کول دې د پاتې او ستونزو لرونکو برخو څخه پيل کړو. اسيايي هېوادونه بايد خپل برخليک په خپلو لاسونو کې ونيسو، موږ بايد خپلمنځي يووالی او همکارۍ پياوړې کړو او د اسيايانو د کلتور، نظامونو او لارو په برخه کې پر ځان باور بيا ټينګ کړو.

ډاکټر ارينفر: ستاسو له نظر سره موافق يم، امپرياليزم د ورېښمو پر لارې او اسيايي هېوادونو ډېرې اغېزې لرلې دي. يو کمربند او يوه لار د افغانانو لخوا د خپل برخليک د بېرته ترلاسه کولو لپاره مهم فرصت دی، او د اسيايي هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ د اعادې لپاره مهمه لاره هم ده.

سفير ليو: زه زياتوم چې د تېرو څلوېښت کلنو جګړو له امله افغانان ډېر غمېدلي او کړېدلي دي او د هېواد وده هم سخته ځڼدېدلې ده. ۱۹۷۹ کال د چين او افغانستان لپاره له ستونزو ډک وخت و، په هغه کال کې د افغانستان جي ډي پي د هر تن په سر کلنی عايد ۲۷۸ ډالره و، چين کې يوازې ۱۸۴ ډالره و . په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان جي ډي پي د هر تن په سر کلنی عايد ۶۰۰ ډالره و، خو په چين کې ۹۰۰۰ ډالرو ته نږدې شوی چې دا په څلوېښتو کلونو کې لوی بدلون او توپير دی. زما د دغې مقايسې موخه د خپل هېواد د لاسته راوړنو ښودنه نه ده، بلکې افغانستان ته د جګړو له امله د رسېدلو سختو زيانونه دي! نو چين د زړه له کومې هيله لري چې افغانستان کې جګړې ژر پای ته ورسيږي او افغانستان د سولې د بيا رغونې لارې ته بېرته ورستون شي.

له تاريخي تجربو څخه دا څرګنديږي چې يو هېواد که کوچنی وي يا بېوزلی، ترڅو مناسبې بهرنۍ او کورنۍ تګلارې پلې کړي، کورنی يووالی او ټينګه مشري وساتي، نو هغه وخت کيدلای شي خپلواکي او حاکميت يې خوندي او مصؤن شي.

بل ټکی دا چې بايد تاريخي فرصت ګټه واخیستل مثلاً افغانستان ته"د يو کمربند او يوې لارې" پرمختيايي فرصت . که د يو کمربند او يوې لارې په وسيله د چين او افغانستان د پرمختيايي ستراتيژۍ سره پيوند شي،که د ورېښمو لرغونې لار بيا ژوندۍ شي، نو افغانستان له سوله ييزې ودې سره به زياته مرسته وشي او د برياليتوب چانسونه به يې زيات شي. دا مسئله نه ده چې افغانستان به دومره مرستې يا دومره پروژې ترلاسه کړي، بلکې ايا افغانستان د زمانې، صنعتي کېدا او نوي همکارۍ په څپو پسې ځان ورسولی شي که نه .

ډاکټر ارينفر: ستاسو له خبرو سره بلکل موافق يم، خو اوسني حالات دا دي چې افغانستان له ډېرو بهرنيو لاسوهنو او خنډونو سره مخامخ دی، د خپلو نيمګړتياوو د اصلاحاتو او د خپلو ښيګنو د لوبولو فرصتونه کم دي ! د افغانستان مسئله د افغانستان د خپل ځان نه، بلکې د ګردې سيمې ده. هيله من يو چې چين او نور دوست هېوادونه پدې اړه په فعاله توګه فکر وکړي ،جامع تدابير غوره کړي او په اغېزمنه توګه د تروريزم مخه ونيسي. موږ هيله هم لرو چې چين د افغانستان د ګاونډي او لوي مسئولانه هېواد په توګه د سياسي لارو چارو له لارې د افغانستان مسئلې په حل وفصل کې برخه ولري او د اړوندې نړيوالې همکارۍ لپاره هڅه وکړي.

سفير ليو: نه پوهيږم چې د افغانستان په اړه د نورو هېوادونو نظرونه او موخې څه دي، خو خبر يم چې چينايان د افغانستان ښه ملګری، ښه ګاونډی او ښه همکار بولي. ملګري د يو بل د ښې روغتیا په هيله او ګاونډيان د يو بل د ښه والي په هيله، که افغانستان د اوږدې مودې جنګ له امله ځپلی يا اقتصادي وده يې تل کمزورې وي، چين به انديښمن وي او د دې تر منفي اغېزو لاندې به هم وي. د افغانستان په اړه د چين هڅه او پاليسي نه بدلېدونکې ده چې د ښه ګاونډيتوب ،صميميت ، متقابلو ګټو او لوي زړه پر بنسټ د چين د ډيپلوماتيکې نظريې ښکارندويي کوي. موږ هيڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوو، هيڅکله سياسي وکيلان نه لټوو او هيڅکله په افغانستان کې په جيوستراتېژيکو ګټو پسې نه ګرځي. موږ د هغه اصل درناوی او مراعات کوو چې د افغانستان د سولې بهير د افغانانو په لاسونو کې وي او همدوی به يې مشري کوي ، او له دغه اصل سره سم د ملي روغې جوړې او اقتصادي بيارغونې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوو، هيله ده چې نور هېوادونه هم د دغه اصل مراعات کړي. چين د تېر کال په دسمبر کې د چين ، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو خبرې اترې ترسره کړې او په فعاله توګه يې د روان کال په فبرورۍ کې د کابل بهير په دويمه غونډه کې ګډون وکړ، موږ غواړو د بېلابېلو دوه يا څو اړخيزو ميکانيزمونو له لارې له افغانانو سره مرسته وکړو ترڅو په دې هېواد کې دايمي سوله او وده راوستل شي.

د افغانستان مسئله له اوږدې مودې نه موجوده ده او حل وفصل يې له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی،خو موږ ډاډمن يو چې د افغانستان حکومت او خلک خپل برخليک جوړولی شي. که په افغانستان کې ملي روغه جوړه رامنځته شي او له ګاونډيو هېوادونو سره يې اړيکې ښې شي، نو د افغانستان کورنی او بهرنی چاپيريال او د خلکو ژوند به ډېر ښه شي.

ډاکټر ارينفر: چين د يو کمربند او يوې لارې طرحه وړاندې کړه او د دې لپاره زيات کوښښونه کوي چې پکې د کسانو، مالونو او پېسو په برخو کې زياتې پانګونې کړې دي. زما په اند، يو کمربند او يوه لار به په دې سيمه کې د هر يو پراته هېواد لپاره ګټوره وي، خو ولې ځينې هېوادونه لا هم ورسره مخالفت کوي؟

سفير ليو: واقعاً زياتره هېوادونه له يو کمربند او يوې لارې نه ملاتړ کوي او پکې شامل شوي. د امريکا، جاپان، بريټانيې او جرمني په شمول يو شمېر هېوادونو د تېر کال په مۍ کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ لومړۍ سرمشريزې غونډې ته استازي وليږل. هغه پديده چې ځيني هېوادونه پدې هکله شک لري، د تعجب وړ نه ده، ځکه چې هره نوې پېښه او توکی ښايي له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ شي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دا ويلي و، هغه کسان چې ګډه علاقه لري، ملګري دي، يووالی لري خو اختلافونه هم ساتي ، ملګري هم کيدای شي. چين د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ باور او حوصله لري، چين غواړي په پرله پسې ډول نورو ته پدې هکله زيات تشريحات ورکړي او قناعت ورکړي، دغه راز انتظار هم کولی شي، څرنګه چې وخت به ډېرې پېښې تائيد کړي. برسيره پردې، موږ کولای شو چې لومړی اسانه او بيا ګران کارونه ترسره کړو، له موافقه لرونکو برخو نه کارونه پيل کړو او توپيرونه پرېږدو.

زما په اند د ځينو هېوادونو شک او مخالفت دوه لاملونه لري.

لومړی د چين په اړه ناسم پوهاوی، د دوی په اند چين به په تاريخ کې د لويو هېوادونو غوندې له پياوړتيا وروسته خپله اراده پر نورو تحميل کړي. دغه اندېښنه بيخي ناسمه ده او ضروري نه ده، د چين په اړه بې درکه دي او د چين د کلتور ، تاريخ او تګلارو په اړه ناسم پوهاوی لري.

دويم، دوی يو کمربند او يوه لار د سړې جګړې په موده کې جيوپوليټيکه سيالي او د نورو د ماتي په بدل کې د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لوبه بولي ، دوی پدې اند دي چې يو کمربند او يوې لارې خپل کېک ونيوه. په دې وروستيو کې ځيني عجيبه خبرونه خپرېږي، مثلاً يو کمربند او يوه لار د چين لخوا د پور د امپراطورۍ جوړول دي ، په اسيا کې د زور سياست ټينګول دي او د فلاني هېواد د مشرۍ مقام ته چلنجول دي. دا ټول بې اساسه خبرونه دي. چين هيڅکله دغه ډول فکر نه لري، موږ يوازې غواړو چې د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د چين پرمختيايي ګټې شريکې کړو او ګډه وده او دايمي سوله ترلاسه کړو. موږ نوې زمانې ته داخل شوي يو ، نو د لويو لوبو، د نفوذ سيمې او د کور ته شا باغ په شمول کلمې کومې چې د استعمار او سړې جګړې په موده کې کارول شوې، بايد پرېږدو او اړوندو فکرونو ته په زړه کې ځای ورنه کړو.

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په عمده توګه په اقتصادي او کلتوري همکارۍ پورې اړونديږي چې د ځينو هېوادونو ترمنځ د قلمرو په کړکېچ پورې تړاو نه لري او پرې به هم اغېزې ونه لري. د چين لخوا اړوندو هېوادونو ته ورکړل شوي پورونه او د اقتصادي همکارۍ پروژې له نړيوالو قواعدو سره سمون لري او د اړوندو هېوادونو په غوښتنو د حاکميت او متقابلو ګټو د اصولو له مخې پرې سلامشورې شوې. په دې وروستيو کلونو کې د چين او اسيايي او افريقايي هېوادونو د همکارۍ د پروژو له لحاظه، دغو پروژو ګڼ شمېر کسانو ته روزګار پيدا کړی او زيات مالي عايدات يې رامنځته کړي چې د اړوندو هېوادونو پر اوږو يې د ماليې او پورونو بارونه نه دي زيات کړي ، بلکې د دغو هېوادونو ابتکاري اقتصادي وده او مالي عايدات يې لوړ کړي دي.

ډاکټر ارينفر: زه له دې سره موافق يم. زما په نظر هم دی چې يو کمربند او يوه لار نه يوازې پروژې دي، بلکې د ودې نوی موډل هم دی چې له مخې يې د زياتو هېوادونو دولتي حالات او غوښتنې تر نظر لاندې نيول شوې دي او دا په نړۍ کې بې ساري دی. د دغه ټکي له لحاظه د يو کمربند او يوې لارې په اړه د ځينو هېوادونو منفي غبرګون عادي دی، ځکه چې د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو سره ځيني هېوادونه به سمسور شي، هغه هېوادونه چې له دغه نعمت څخه برخمن نه دي، البته چې ناخوښه به وي.

سفير ليو: هيڅ هېواد اړتيا نه لري چې د نورو هېوادونو له ودې او سمسورتيا اندېښمن شي. په چيني او دري ژبو کې هم يو داسې متل شته چې وايي، په يو ګل نه پسرلی کېږي. پسرلي کې ډول ډول ګلان غوړيږي، د زردالو ګلانو په غوړيدو سره به د شفتالو ګلانو ښکلا کمه نه شي. د اقتصاد له لحاظه، که نور هېوادونه شتمن شي، نو د دغو هېوادونو د سودا اخيستلو او بهر ته د پانګونې توان به لالوړ شي چې دا د خپلو صادراتو او د بهرنيو پانګو د جلبولو لپاره ډېر ګټور دي. دا چې د نورو هېوادونو د بېوزلۍ د له منځه وړلو او ترافيکي ابادۍ په برخو کې لاسته راوړنې به د افراطيت خاورې کمې کړي، د خوښۍ وړ کار دی. زما په نظر ځیني هیوادونه باید خپل هغه فکري شکل چې یوازې خپلې ګټې لټوي، بدل کړي. یو کمربند او یوه لار پر ګډه مشوره، ګډه ابادي او ګډ شراکت ټینګار کوي، ګډو ګټو ته مهم ارزښت ورکوي او غواړي اړوند هیوادونه ترې ژر ترژره واقعي ګټې ترلاسه کړي.

ډاکټر ارينفر: موږ باید په ګډه یو کمربند او یوه لار پرمخبوزو. چین په ځینو کارونو لاس پورې کړی دی مثلاً هر کال يې ډیرو افغانانو ته بلنه ورکړې چې د چین په ځینو سمینارونو کې ګډون وکړي او دوی ته یې اړوند معلومات هم کړي دي. مګر په دغو کسانو کې مامورین او انګلیسي ویونکي زیات دي. په افغانستان کې ځیني کارپوهان په دري یا فارسي، پښتو او عربي ژبو پوهیږي خو انګلیسي نه شي ویلی. نو هیله ده چې چین دغو کارپوهانو ته هم بلنه ورکړي چې چین ته سفر وکړي او د دوی نظرونه واوري. که دوی په انګلیسي یا چیني نه پوهیږي نو چین کولی شي ژباړه وکړي. دغه راز ځینو مشهورو خبري شخصیتونو ته هم بلنه ورکړي.

سفیر لیو: ستاسو له دغو نظرونو او وړاندیزونو څخه مننه کوم. په دې وروستیو کلونو کې د چین په بلنې سره د افغانستان د بیلابیلو ټولنو شخصیتونه په چین کې زده کړې کوي، روزنې مني او په غونډو کې ګډون کوي. په دې برخه کې که څه هم فرصتونه زیات شوي خو نابرابري هم شته چې انګلیسي ویونکي او حکومتي مامورین زیات وو خو بنسټیز شخصیتونه او مسلکي کسان نسبتاً کم وو. په چین کې په ځینو غوڼدو کې کاري ژبه انګلیسي ده چې د ځینو افغان دوستانو لپاره یوه ستونزه هم بلل کيږي. البته په دې کې ځیني هغه کسان چې چین ته یې سفرونه کړي دي، د چین لخوا نه، بلکې د افغانستان د اړوندو وزارتونو لخوا انتخاب شوي دي.

ډاکټر ارينفر: زه په دې اړه پوهیږم. هیله ده چې چین د افغانستان د اړوندو وزارتونو له لارې د بلنې ورکولو په ترڅ کې د کارپوهانو یادونه وکړي.

سفیر لیو: زموږ د کاري شکل د ښه والي په اړه نور کارونه هم شته دي. مثلاً لومړی، موږ همکاري پراخه کړو. چین د افغانستان لپاره د سکالرشیپ او روزنې اندازه زیاته کړي. لازیات فرصتونه به لازیاتو کسانو ته ګټې ورسوي.

دوهم، موږ دواړه خواوې بايد په ګډه د چیني ژبې روزنه او ښوونه پیاوړې کړو. هیله ده چې د افغانستان په لازیاتو پوهنتونونو او لومړيو او منځنيو مکتبونو کې د چیني ژبې درسونه پرانيستل شي. چین به مرسته برابره کړي. هیله ده چې په راتلونکي کې چیني ژبه د انګلیسي ژبې په شان مروجه شي.

ډاکټر ارينفر: انشاءالله

سفیر لیو: از یک دست صدا بلند نمی شود یعنې له يو لاس اواز نه پورته کېږي. د افغانستان مرکزي او محلي حکومتونه اړوند پوهنتونونه باید اړوند ترتیبات هم ترسره کړي، باید له اړوندو تګلارو څخه ملاتړ وکړي او باید د چیني استاذانو امنیت تاًمین کړي.

درېیم، که دلته امنیتي حالات ښه شي چین به خپل کارپوهان وهڅوي چې دلته همکاران پیدا کړي او اړوندې پروژې پرمخبوزي. د پروژې همکاري اوږدمهاله او واقعي دي چې نور زیات کارپوهان به وروزل شي.

د دې تر څنګ زه غواړم تاسو ځیني اعلانونه هم وکړئ چې د افغانستان لازیات خبري علمي او مسلکي شخصیتونه د چین په اړه څیړنو ته په درنه سترګه وګوري. زه تازه افغانستان ته راغلی یم او پیدا کړې مې ده چې دلته علمي ټولنه د امریکا، اروپا، هند او روسیې په اړه څیړنو ته ډیر ارزښت ورکوي خو د چین د څیړنې ژورتیا او پراخوالی کافي نه دي او د چین چارې کارپوهان کم دي.

ډاکټر ارينفر: بلې. خو زه بیا د یو کمربند او یوې لارې په اړه یو شک لرم. ولې چین په دې چوکاټ یا دهلیز کې افغانستان نه دې شامل کړی؟

سفیر ليو: زه باید په دې مسئله رڼا واچوم. چین د دغه وړاندیز د مطرح کولو په لومړي وخت کې افغانستان یو مهم همکار بللی دی. په دې اړه هیڅ شک نه شته چې ما د یو کمربند او یوې لارې د اړوند سند په جوړولو کې ګډون کړی دی. افغانستان یو مخکنی هیواد هم دی چې له چین سره یې د یو کمربند او یوې لارې د همکارۍ په اړه تفاهم لیک لاسلیک کړی دی او په ګډه اعلامیه کې یې څرګنده کړې چې له چین سره په ګډه یو کمربند او یوه لار اباده کړي. د تګلارو، بنسټیزو تاًسیساتو، تجارت ، مالیې او عامه افکارو د تړلو او تبادلې په برخو کې چین او افغانستان ښه بنسټ لري او پیاوړی کوي يې.

ډاکټر ارينفر: د ځینو افغانانو په اند د یو کمربند او یوې لارې د ابادۍ په اړه چین له ځینو هیوادونو سره ځانګړې مینه لري چې د افغانستان په پرتله په هغو هیوادونو کې لازیاتې پانګې اچوي او بهترې تګلارې برابروي.

سفیر ليو: په چین او افغانستان کې هغه متل شته او وایي: د لاس دوه مخونه خپله غوښه ده. چین له کوم ځانګړي دوست یا ګاونډي سره تعصب نه لري. په حقیقت کې موږ افغانستان ته لا زیاته پاملرنه کوو مثلاً هر کال افغانستان ته د سکالرشیپ او روزنې لازیات فرصتونه ورکوو. موږ وړاندیز هم کوو چې باید فعاله مشوره وکړو چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز په مناسب ډول افغانستان ته هم وغزول شي چې دا د دریو هیوادونو لپاره ګټور دی. د چین، منځنۍ اسیا او لویدیځې اسیا اقتصادي دهلیز لارې لوری څنګه دی؟ په لومړي سر کې سړک، اوسپنیزه لار، نل یا کیبل جوړ شي؟ موږ باید له اړوندو خواوو سره زیاتې مشورې وکړو. یو کمربند او یوه لار یو سړک، یوه کرښه یا یو کمربند نه دي بلکې یوه جامع شبکه او سیستم دی. هغه بشپړ شوی نه دی، بلکې د ابادۍ په حال کې دي او اباد به شي نو په دې برخه کې افغانستان له ډیرو فرصتونو سره مخامخ دی. که په افغانستان کې چاپیریال بهتر شي، نو ښايي د یادو دوو دهلیزونو ګډ او پیوست ټکي رامنځته شي او په تیره بیا د ورېښمو لارې په اقتصادي کمربند کې لازیات رول ولوبوي.

ډاکټر ارينفر: ځینی هیوادونه کله چې بد کار کوي نو پر افغانستان هم اغیزه کوي. خو کله چې ښه کار لري نو افغانستان هیروي. مګر د چین په اړوندو وړاندیزونو کې د مختلفو خواوو ګټې یادیږي. هیله ده چې چین د یو کمربند او یوې لارې د پرمخبیولو په مهال افغانستان ته لازیاته پاملرنه وکړي.

سفیر لیو: چین د افغانستان هرکلی کوي چې په لا نور فعال او ژور ډول په یو کمربند او یوه لار کې ګډون وکړي. د لویو همکاریزو پروژو په اړه افغانستان باید په لوی پلان سره په لومړی وخت کې وړوکي او اسانه کارونه پیل کړي او د امنیتي حالاتو او تدبیرونو په اړه بشپړ ارزونه وکړي.

ډاکټر ارينفر: افغانستان بی وزلی هیواد دی. لومړی خنډ دا دی چې د سړک او اوسپنیزې لارې د ابادي لپاره پیسې نه لري. بل خنډ دا دی چې امنیتي حالات ښه نه دي. هیله ده چې چین خپلې تصدۍ وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونې وکړي چې په ځایي ټولنه کې ډیره ښه اغیزه رامنځته شي.

سفیر لیو: افغانستان پخپله او نړیواله ټولنه باید د دې هیواد د امنیت د ښه والي لپاره په ګډه کوششونه وکړي او د کابل پروسې دوهمه غونډه یو مهم ګام بلل کیږي. تروریزم د بشر ګډ دښمن دی نو نړیواله ټولنه باید په ګډه په افغانستان کې له هر ډول تروریزم سره مبارزه وکړي.

پیسې یوه ستونزه ده خو دا معنی نه لري چې افغانستان هیڅ کار نه شي کولی یا یوازې د خارجي مرستې په اتکا پروژه تر سره کړي. افغانستان کولی شي چې په رنګارنګ ډول د پیسو په راغونډولو سره په جامع توګه پروژې ترلاسه کړي او پلې یې کړي. افغانستان کولی شی چې د خپلو امتیازونو او تبلیغاتو په برخو کې لازیات کارونه وکړي مثلاً خپلې ښې طرحې جوړې کړي، ابتدایي پانګونې وکړي او د بهرنیو تصديو لپاره امتیازي تګلارې روښانه کړي چې دغه راز به لا زیات مثبت ځوابونه ترلاسه کړي. په دري ژبه کې یو متل دی وایي: گندم از گندم بروید، جو از جو.

ډاکټر ارينفر: زه وړاندیز کوم چې په یو کمربند او یوه لار کې هغه ترانسپورټي پروژې چې له جنوبي اسیا سره تړاو لري، باید له افغانستان څخه تیرې شي. ځکه دغه لار لنډه ده او وخت او لګښت یې هم کم دی. تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟

سفیر لیو: افغانستان او د جنوبي او منځنۍ اسیا نور هیوادونه د چین ښه ګاونډيان دي. موږ هیله لرو چې بیلابیل هیوادونه پرمختګ وکړي او په سوله کې ګډ ژوند وکړي. ګاونډيان نه شي بدليدای. افغانستان باید له اوږده او ستراتیژیکي نظره له عمده وو ګاونډیو سره اړیکو ته وګوري او باید له ګاونډیو سره صادقانه تبادله وکړي. که متقابل ستراتیژیک باور پیاوړی شي نو تګ راتګ او پیوستون به ترسره شي. کومه لار انتخابول هم بازاري عمل هم ورخلاص عمل دي. سوداګران به هغه لار انتخاب کړي چې اسانه، ارامه او ارزانه وي.

ډاکټر ارينفر: زه ستاسو له نظریو سره موافق يم. ډیره مننه چې له تاسو سره مې دغه ژور او په زړه پورې بحث وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای