د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند سراح ساندرس د مارچ په نهمه نېټه وويل، يوازې د شمالي کوريا هغه عمل به وګوري کوم چې د خپلو ژمنو د پلې کولو لپاره مشخص تدبيرونه نيسي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره وګوري.
نوموړي وويل، شمالي کوريا له ذروي وسلو څخه د لاس اخيستلو او د ذروي توغندي د ازموينو د بندولو په شمول مهمې ژمنې کړې دي. امريکا هيله لري چې شمالي کوريا د دواړو مشرانو تر کتنې مخکې دې د ذروي وسلو د پاکولو په عمل پيل وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |