CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړی يانګ فا مينګ: د چين مسلمانان بايد د چيني ملت د کولتور پربنسټ د چيني کېدو پر لور باندې ټينګار وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-11 10:23:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او د چين د اسلامي ټولنې مشر يانګ فا مينګ د مارچ په لسمه نېټه د دغې کميټې د لومړۍ غونډې په درېيمه عمومي غونډه کې وويل، په چين کې مسلمانان بايد د چيني ملت د کولتور پربنسټ د چيني کېدو پر لور باندې ټينګار وکړي.

نوموړي وويل، عمومي منشي شي جين پينګ مهمې غوښتنې وړاندې کړې وې چې د ګوند د مذهبي کارونو اساسي پاليسۍ دې پوره پلې شي، په چين کې دې د مذهبونو د چيني کېدو پر لور باندې ټينګار وشي او مذهبونه دې له سوسياليستي ټولنې سره سمون وخوري. د ښاغلي شي جين پينګ غوښتنې له لوړه لحاظه په چين کې د مذهبونو د سالم پرمختګ لارښوونه کوي، نو په چين کې ټول مذهبي عالمان او مشران ورڅخه پوره ملاتړ کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای