CRI Online

انځورونه: عمومي منشي شي جين پينګ د چونګ چينګ د ملګري ما ستاينه وکړه او و يې ويل چې چارواکي دې پر سياسي اخلاقو ټينګار وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-11 10:36:33

لومړی انځور: د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ وايي: ( په چين کې د چين کمونېست ګوند د چارو د بريالي کېدو لپاره کليدي اهميت لري، د ګوند د انتظام چارې او په جدي توګه د ګوند اداره کول کليدي ټکی دی. ) د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې، څو څو ځله ويلي و چې په تېرو څو کلونو کې د چونګ چينګ ښار ځينې مهم چارواکي د فساد له امله بندي شوي دي، نو د چين په دننه او بهر کې دا نظر شته چې چونګ چينګ ښار په چين کې د فساد پر ضد د مبارزې يوه څرګنده يوه صحنه او کړکۍ ده.

دوهم انځور: ملګری ما شان شيانګ پخوا د چونګ چينګ ښار د جيانګ بې سيمې د ګوان اين چياو سړک د دفتر څيړونکی و. د مارچ په لسمه نېټه ملګري ما د چونګ چينګ پلاوي په مباحثوي غونډه کې عمومي منشي شي جين پينګ ته په اساسي سيمو کې د ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې د زده کولو حالات شريک کړل. عمومي منشي شي جين پينګ ملګري ما ته وويل، چې په چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليستي ټولنه کې د چين کمونېست ګوند لارښوونه اصل دی، د چين کمونېست ګوند ګټونکی دی. کلک بنسټ ډېر مهم دی. که بنسټ تزلزل شي، ټولنه ناارامه شي. دا بنسټ زموږ د ګوند د اساسي درجو کميټې دي. د اساسي کارونو ښه کول د ملګري ما په شان زرګونو ګوندي چارواکو ته اړتيا شته.

درېيم انځور: عمومي منشي شي جين پينګ د چونګ چينګ ښار پلاوي په مباحثوي غونډه کې هيله څرګنده کړه چې د چونګ چينګ چارواکي او ملکيان دې يووالی او حوصله وساتي او د چين په لويه وچه کې د ورخلاصون د نمونې او د ښکلي او په زړه پورې ځای په توګه د خپل ښار د ابادولو ترڅنګ ښه کيفيت لرونکی پرمختګ او ژوند پياوړی کړي، تر څو په هره ساحه کې د چونګ چينګ کارونه نوې مرحلې ته ورسېږي او پياوړي شي.

ښاغلي شي جين پينګ په دريو برخو کې د سياسي اخلاقو ماناګانې څرګندې کړې. لومړی، چارواکي بايد پر خپلې ارادې او ګوندي کيفيت ټينګار وکړي. دوهم، چارواکي بايد پر عامو اخلاقو ټينګار وکړي او په صميمانه توګه د ملکيانو لپاره خدمت وکړي. درېيم، چارواکي بايد خپل عملونه اداره کړي او د فساد پر ضد مبارزه وکړي.

څلورم انځور: د چين د ملي ولسي کانګرس استازي لي چون کوي وويل، چې عمومي منشي شي زموږ د ولسوالۍ له ګوندي مشر څخه غوښتنه کړې ده چې په زړه کې دې ګوند، خلک، مسؤليت او اداره ياد شي. د ادارې مانا دا ده چې د خپل ځان، خپلوانو، ماشومانو او کارکوونکو اداره کوي. نو زه به د عمومي منشي د غوښتنې سره سم د خپل کار د لا زيات ښه کولو لپاره جدي هڅې وکړم.

پنځم انځور: د چونګ چينګ پلاوي استازي جانګ شيوان په خپله وينا کې وړانديز وکړ چې د ګوند مرکزي کميټه بايد د بېلا بېلو کچو چارواکو قانوني کيفيت لوړ کړي. عمومي منشي شي جين پينګ ورته په ځواب وويل چې دا يو ښه وړانديز دی. قانوني کېدا د بېلا بېلو کچو چارواکو د پوهنې په سيستم کې بنسټيز معلومات دي.

شپږم انځور: د چين د ملي ولسي کانګرس استازي ليو جيا چي وويل، چې عمومي منشي په خپله وينا کې د چونګ چينګ د رښتينې حالاتو په مقابل کې زيات دقيق وړانديزونه او غوښتنې وړاندې کړې. د ګوند د اساسي کچې د يو مسؤل په توګه، زه دا ډېره احساسوم چې په راتلونکي کې به زه تل پر داسې اصولو ټينګار کوم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای