CRI Online

شي جين پينګ، لي که چيانګ، لي جان شو او جاو له جي په جلا جلا توګه د چين د ملي ولسي کانګرس د ځينو پلاويو په مباحثوي غونډو کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-11 10:38:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين صدراعظم لي که چيانګ، د دغه بيورو دايمي غړي لي جان شو، د دغه بيورو دايمي غړي او د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د دسپلين څارنې کميټې منشي جاو له جي د مارچ د لسمې نېټې په سهار په جلا جلا توګه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د ځينو پلاويو په مباحثوي غونډو کې ګډون وکړ.

ښاغلي شي جين پينګ د چونګ چينګ ښار پلاوي په مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ. هغه په خپله وينا کې هيله څرګنده کړه چې د چونګ چينګ چارواکي او ملکيان يووالی او حوصله وساتي او د چين په لويه وچه کې د ورخلاصون د نمونې او د ښکلي او په زړه پورې ځای په توګه د خپل ښار د ابادولو ترڅنګ ښه کيفيت لرونکی پرمختګ او ژوند پياوړی کړي، تر څو په هره ساحه کې د چونګ چينګ کارونه نوې مرحلې ته ورسېږي او پياوړي شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای