CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان: چين نه غواړي چې سوداګريزه جګړه تر سره کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-11 15:39:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان د مارچ په يوولسمه نېټه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزې جګړې په اړه پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې هيڅکله به په سوداګريزو جګړو کې بريالی نه شي، نو چين نه غواړي چې سوداګريزه جګړه تر سره کړي. خو موږ د هېواد او خلکو د ګټو د ساتلو لپاره هر ډول ننګونې له منځه وړو.

نوموړي وويل، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ اندازه دوه سوه او دوه دېرش ځله زياته شوې ده او د متقابلو پانګونو حجم له دوه سوه او دېرش مليارډو امريکايې ډالرو څخه اوښتی دی. له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو اقتصاد يو د بل کمزورۍ ټکي پياوړي کولای شي او د همکارۍ پټ قوت قوی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای