د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فلسطين ازادی بخښوونکي سازمان او د حماس په شمول عمده فلسطيني سياسي ډلو د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه وويل چې په غزه کې د بشري بحران په هکله د امريکا له خوا له جوړې شوې نړيوالې مرستندويه غونډې سره مخالفت کوي.
د فلسطين د ازادی بخښوونکي سازمان د اجرائيوي کميټې غړي احمد ماجدلاني خبريال ته وويل چې که امريکا غواړي په غزه کې بشري بحران حل کړي، لومړی بايد په دې ځای کې سياسي مسئله حل کړي او دوهم دې بشري او مرستندويه مسئلې لېرې کړي.د امريکا حکومت په دې پوهيږي چې د ياد بحران لامل پر غزې د اسرائيلو اوږد مهاله بنديزونه دي.هغه زياته کړه چې که دغه بنديز له منځه يووړل شي، نو بشري بحران به خپله حل شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |