د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۱۱مه نېټه د نيپال لومړي وزير شرما اولي د پارلمان د باور په رايګيرۍ کې دوه پر درېيمه برخه رايې تر لاسه کړې او بريالی شو.
د مالوماتو له مخې، ۲۶۸ وکيلانو د همدې ورځې په غونډه کې ګډون کړی و او شرما اولي د ۲۰۸ وکيلانو د اعتماد رايې تر لاسه کړې چې پکې ۱۲۱ رايې د نيپال د کمونېست ګوند د وکيلانو لخوا ورکړل شوې.
اولي د روان کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د لومړي وزير په توګه لوړه وکړه. د نيپال د نوي اساسي قانون له مخې، لومړی وزير بايد تر ټاکل کېدو وروسته په ۳۰ ورځو کې د پارلمان د استازو جرګې د اعتماد په رايګيرۍ کې بريالی شي. نو دغه رايګيري د نوي حکومت لپاره ستر اهميت لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |