CRI Online

د چين د اساسي قانون تعديل نامه تصويب شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-12 14:48:36

د مارچ د يوولسمې نېټې په ماسپښين د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ کلنۍ غونډې درېيمه عمومي ناسته ترسره شوه او پکې د چين ولسي جمهوريت د اساسي قانون د تعديل نامې مسوده د رايو په اکثريت تصويب شوه. دا له ۱۴ کلونو وروسته د چين اساسي قانون ته چې د حکومتوالۍ او ملي ثبات عمومي منشور بلل کيږي، يوځل بيا د نوې زمانې نوې معناوې ورکړل شوې. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د قانوني نظام ادارې مشر شن چون ياو له غونډې وروسته خبري ناسته کې وويل، چې د اساسي قانون تعديل د چين په دولتي سياسي ژوند کې يوه لويه پېښه ده او په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په چوکاټ کې د چين د قانوني نظام د پلي کولو په برخه کې مهمه لاسته راوړنه ده. د اساسي قانون د تعديل نامې مسودې په تصويبېدو سره به د چين د کمونيست ګوند او دولتي چارو پرمختګ او د چين د سوسياليستي قانوني نظام لا پياوړی او تامين شي.

د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ کلنۍ غونډې په درېيمه عمومي غونډه کې ۲۹۶۴ استازو د اساسي قانون د تعديل نامې د مسودې په اړه پټې رايې ورکړې او په پايله کې دغه مسوده په ۲۹۵۸ موافقو رايو، ۲ مخالفو رايو او ۲ ممتنعو رايو تصويب شوه.په همدې ورځ د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې رئيسه پلاوي د اساسي قانون تعديل نامه او تطبيق يې اعلان کړ.

له غونډې وروسته مطبوعاتي غونډه کې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د قانوني نظام ادارې مشر شن چون ياو وويل، د اساسي قانون د تعديل کارونه په جدي توګه له اړوندو قواعدو سره سم ترسره شول او په اساسي قانون کې يې د چين د کمونيست ګوند په اتلسم ملي ګانګرس کې تائيد شوې مهمې نظريې او تيورۍ او ټاکل شوې پاليسۍ شاملې کړې چې د کمونيست ګوند او دولتي چارو د نويو لاسته راوړنو ، نويو تجربو او نويو غوښتنو ښکارندويي کوي او د اساسي قانون د سلسلې، ثبات او صلاحيت د ساتلو پربنسټ يې دغه قانون نوی او بشپړ کړی دی.

د اساسي قانون تعديل نامه ۲۱ مادې لري، چې له مخې يې د چين په سياسي او ټولنيز ژوند کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د افکارو لارښونکی مقام تائيد شوی دی. شن چون ياو په دې هکله وويل:

((د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار د مارکسيزم د چيني کېدو نوې لاسته راړونه ده، د کمونيست ګوند او خلکو د تجربو او ګډو پوهو پايله ده او د کمونيست ګوند له اتلسم ملي کانګرس وروسته د ګوند او دولتي چارو د تاريخي برياليتوبونو او تاريخي بدلونونو اصلي لارښوونه هم ده. نو له دولتي لارښوونکو افکارو څخه د ګوند او خلکو د نوښت د تازه لاسته راوړنو څرګندېدنه د چين د اساسي قانون يوه لويه ځانګړنه ده. د هېواد په بنسټيز قانون کې د شي جين پينګ د افکارو په شاملېدو سره دولتي لارښوونکو افکارو له وخت سره يوځای ګامونه پورته کړي دي.))

د اساسي قانون په تعديل نامه کې هغه متن چې د دولت رئيس او د ده مرستيال د ماموريت موده له مسلسو دوو دورو نه نه شي زياتېدای،لېرې شو. شن چون ياو په دې اړه وويل:

((د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې لوی مشر ، د ګوند او دولت وسله والو قوتونو او د چين د ملي ازادۍ بخښونکي ځواکونو د پوځي کمېټې رئيس او د دولت رئيس درې د هېواد تر ټولو لوړ ماموريتونه دي، د مشرتابه دا ډول سيستم زموږ د لوي کمونيست ګوند او لوي هېواد لپاره ضروري او ډېر مناسب دی.د اساسي قانون په تعديل نامه کې د نهه اويايمې مادې د درېيم جز سمول د دولتي مشرتابه سيستم د بشپړولو لپاره يو مهم ګام دی. دغه تعديل د رئيس شي جين پينګ په محور د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د صلاحيت او واحدې حکومتوالۍ لپاره ډېر ګټور دی او د چين د مشرتابه سيستم د بشپړتيا او د ګوند او دولتي ادارې د دايمي ارامۍ لپاره هم ډېر مهم دی. ))

د يادنې وړ ده چې چين د اساسي قانون تعديل نامه ۲۱ مادې لري چې پکې ۱۱ مادې د نظارت او څارنې کمېټې پورې اړونديږي. دغه راز داسې متنونه هم په تعديل نامه کې شامل شوي دي، مثلاً چين به د شتمن، ديموکراتيک، متمدن ، همغږي او ښکلي سوسياليستي او عصري پياوړي هېواد په توګه اباد شي،د چيني ملت عظيمه احيا به راوستل شي،د چين د کمونيست ګوند مشري د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم اصلي ځانګړنه ده او داسې نور.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای