د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې شورا غړې سېسيليا ملمستروم د مارچ په ۱۰ مه نېټه وويل چې اروپايي ټولنه به د فولادي او المونيمي توليداتو د ګمرکي مالياتو په اړه له امريکا سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړي.
يادې غړې په همدې ورځ د امريکا د سوداګرۍ استازي روبرټ ليتيزر سره کتنه وکړه او دواړو خواوو امريکا ته د صادارتي فولادي او المونيمي توليداتو د ګمرکي مالياتو د لېرې کولو په اړه خبرې اترې وکړې. هغې له خبرو وروسته په خپله فيسبوک پاڼه کې وويل چې تر اوسه پورې د ګمرکي مالياتو د لېرې کولو مشخص تشريفاتو په اړه معلومات نه لري او په راتلونکې اوونې کې به له امريکا سره بيا بحث وکړي.
د امريکا ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې امريکا به په جلا جلا توګه د فولادي او المونيم توليداتو په مقابل کې ۲۵ ٪ او ۱۰٪ ګمرکي ماليات واخلي. دغه تدبير به د مارچ په ۲۳ مه نېټه په رسمي توګه شروع شي.
د کاناډا او مکسيکو پر غاړه اړوند ګمرکي ماليات به د لنډې مودې لپاره لغوه شي. خو دغه تدبير د امريکا په دننه او بهر کې له سخت مخالفت سره مخامخ دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |