CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټه :د کلتورپه اړه د قانون جوړولو سرعت چټګ شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-12 15:22:15

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېسيون د ښوونې، ساينس،کلتور او روغتيا د کميټې مرستيال وو هنګ د روانې مياشتې په ‍۱۲مه نېټه د ۱۳مې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په اړه يوه خبري ناسته کې وويل چې د چين د کمونېست ګوندد ۱۸م ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې د کلتور په اړه د قانون جوړولو کارونه يو چند زيات شوې او د اړوندو قوانينو جوړول په بې ساري توګه چټګ شوي دي.

نوموړي اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې په تېرو پنځو کلونو کې د ۱۲مې دورې ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې په وار سره د عامه کلتوري خدمتونو د ضمانت قانون،د فلمونو چارو د پرمخبيولو قانون او د عامه کتابتونونو قانون تصويب کړ او د دې ترڅنګ د تاريخي اثارو د ساتلو او د ارشيف په اړه قوانين يي تعديل کړي چې له امله يي په کلتوري ساحه کې د قانون جوړولو کمزوری حالت بدل شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای